د اسکار نړېوالې جایزې ۸۷ مه دوره نن( دفبرورۍ ۲۳مه) ترسره شوه او په هغې کې « الوتونکی سړی» د کال غوره فلم په توګه و پېژندل شو.
دغه فلم د الخاندرو ګونزالس ایناریتو ۵۱ کلن مکزيکي ډايريټکر له لوري جوړ شوی دی.
الوتونکي سړي د « بودا پست لوی هوټل» له فلم سره يو ځای د اسکار د ۹ جایزو د ترلاسه کولو له پاره نوماند شوی و او و توانېد، چې څلور جایزې خپلې کړي.
یاد فلم، تر ټولو د ښه فلم، ښه ډايريکټري او تر ټولو د ښه فلمنامې جایزې لاس ته راوړې.
په الوتونکي سړي فلم کې ریګن تامسن په رول کې مایکل کيتن ظاهر شوی او د راپورونو له مخې په دې فلم کې دغه ۶۷ کلن فلمي ستوری خورا ښه ځلېدلی هم دی.
تامسن په دغه فلم کې يو داسې رول لوبولی، چې د خپل پخواني شهرت څخه ډېره کرکه لري.
نو په دغه فلم کې دی د «ريموند کارو» په نوم د استان کې کار کوي، څو نړۍ ته دا و ښايي، چې دی هم يو جدي اداکار دی.
خو په فلم کې دغې نتیجې ته رسيږي، باید د الوتونکي سړي غږ، چې د ده په داخل کې دی واوري او په همغه باور وکړي.
د دغه تر ټولو ښه فلم نور اداکاران، ادوارد نورتن، نایومي واتس، زاک گالیفیاناکیس او اماستون په نومونو دي.
د غه فلم پرته له ایډيټ جوړ شوی او د يوې اوږدې مودې د تمريناتي دورې وروسته په پرله پسې توګه په ۳۰ ورځو کې جوړ شوی دی.
دغه فلم د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې نندارې ته وړاندې شو، هغه مهال و نيز فلم د جشنوارې ۷۱ مه دوره هم وه.
دغه فلم نه يواځې دا، چې د اسکار جایزې و ګټلې؛ بلکې له دې وړاندې نورې مهمې جایزې د داریل اف، زانوک او د کال تر ټولو غوره جوړونکي او او تر ټولو د ښه ډايریکټري جایزې هم اخیستي دي.
د الوتونکي سړي فلم؛ یادې جایزې يې د امريکا توليدونکي له انجمن (PGA)، د (SAG) اداکارانو له انجمن او همدارنګه د امريکا د (DGA) اداکارانو له ټولنې څخه تر لاسه کړي.
«امريکايي سنايپر»، «هلکتوب»، « د بودا پست لوی هوټل»، « د تقلید لوبه»، «سلما»، « د هرڅه تیوري» او « د قمچين ضربه» د الوتونکي سړي د فلم رقیبان و، چې د اسکار جایزې د ګټلو له پاره ټاکل شوي و.
په دغه فلم کې امريکايي سپاینر د ۴۰۰ ميليونو ډالرو په لاس ته راوړلو د نړۍ تر ټولو بریالی فلم په سوداګريزه برخه کې و پېژندل شو.
سږکال د اسکار جایزې د ګټلو لپاره ۲۳۲ بېلابېل فلمونه ټاکلو شوي و او دغه شمېره د تېر ۲۸۸ فلمونو څخه زیات وه .
تر ټولو ښه فلمي ستوري
تر ټولو د ښه فلمي ستوري جایزه «اډي رډمین» ترلاسه کړه، دی په « د هرڅه تيوري» فلم د دغې جايزې ګټونکی شو.
نوموړي په دغه فلم کې د ستيفن هاکين تر ټولو مشهور بريټانوي فزیکدان د کارنامې او ژوند په اړه رول لوبولی دی.
نور کاندیدان
ستیو کالر/ د ګېدړ ښکاري
برډلی کوپر/ امريکايي نښه ویشتونکی
بنډیکټ کامرباچ/ د تقلید لوبه
مایکل کيتون/ برډمن یا الوتکی سړی
تر ټولو ښه فلمي ښځينه لوبغاړې
اسکار سږکال تر ټولو ښه ښځينه لوبغاړې جایزه «جوليان مور» ته ورکړه.
دې په « هنوز الیس» فلم کې مرکزي رول لوبولی او د اسکار جایزه يې تر لاسه کړه.
په دغه رول کې نور نوماندان:
ماریون کوتيا/ دوې ورځې او یوه شپه
فلیسيتي جونز/ د هرڅه تيوري
زراموند پایک/ ورکه شوې نجلۍ
ریس ویدرسپون/ وایلد (وحشي)
تر ټولو ښه فلمي ډايريکټر .
تر ټولو د ښه ډايريکټرې جایزه الخاندرو وګوانزالس ایناریتو ته ورسېده.
ده د الوتونکي سړي فلم ډایريکټري کړې.
نور نوماندان
ریچارډ لینکلیټر/ هلکتوب
بنټ میلر/ د ګېدړ ښکاري
وس اندرسون/ د بودا پست لوی هوټل
مورتن تیلدام/ د تقلید لوبه
تر ټولو ښه لباس جوړونکي او طراحان
د لباس تر ټولو د ښه طراح جایزه د بودا پست لوی هوټل فلم وګټه.
د وېښتانو او مخونو تر ټولو ښه سینګارونکي
دغه جایزه هم د بودا پست لوی هوټل فلم ته ورسېده.
د بهرنيو ژبو تر ټولو ښه جایزه
دغه جایزه یو غیر انګلیسي شخص ته ورکړل شوه.
دغه شخص پاول پاولیکوفسکی نوميده د «یدا» فلم په نامه يې په پولنډي ژبه جوړه کړی و.
تر ټولو د لنډ داستان لرونکي جایزه
د ټېلفوني اړيکې یا (The phone Call) فلم دغه جایزه ترلاسه کړه.
تر ټولو د لنډ مستند فلم
د اسکار تر ټولو د ښه او لنډ مستند جایزه د بيړنی حالت ټېلفوني اړيکې (crisis hotline) فلم ته ورکړه.
د غږ تر ټول ښه جوړونکي جایزه
د ويپلش په نوم شخص دغه جایزه ترلاسه کړه، همدارنګه د امريکايي نښه ويشتونکي فلم ته ورکړل شوه.
د ښځې تر ټولو ښه رول جایزه
پاتريشيا ارکت د هلکتوب په فلم کې تر لاسه کړه.
تر ټولو ښه د ځانګړي نندارې جایزه « د ستورو په منځ کې » فلم واخیسته.
تر ټولو ښه او لنډ انميشن
دغه جایزه (feast) په نوم فلم تر لاسه کړه.
تر ټولو د لوړ انميشن جایزه د «شپږو لويو قهرمانانو» فلم ته ورکړل شوه.
د صحنې تر ټولو د ښه طراح جایزه هم د بودا پست لوی هوټل تر لاسه کړه.
تر ټولو ښه فلم اخیستونکي جایزه امانویل لوبزکي د الوتونکي سړي په فلم کې د فلم اخسیتونکو مدير واخیسته.
تر ټولو د ښه فلمي ایډيټ جایزه ويپلش ته ورسېد.
تر ټولو د ښه ترانې جایزې ویاړ (Glory) د سلما فلم په برخه شو.
د اوریجنل موسيقۍ تر ټولو ښه جایزه ګټونکی؛ د بودا پست لوی هوټل فلم ترلاسه کړه.
تر ټولو ښه اصلي فلمنامه
دغه جایزه هم الوتونکي سړي فلم ته ورسېد.
تر ټولو ښه اقتباسي فلمنامه
تر ټولو د ښه اقتباسي فلمنامې جایزه د تقليد لوبې ليکونکي ګراهام مور ترلاسه کړه.





