شیخ عبدالعزیز: داعشي ظلمونه د اسلام سره هيڅ اړیکه نه لري

د سعودي عربستان لوی مفتي وايي، چې د داعش ډلې کړنې له اسلام او اسلامي ارزښتونو سره هيڅ رابطه نه لري.

لوی مفتي ځوانانو ته خبرداری ورکوي، چې باید د مذهب په نوم د دغې ډلې سره له يوځای کېدو جدي ډډه وکړي.

د شیخ عبدالعزیز په وینا، "ځکه چې د نويو ځوانانو څخه ناوړه ګټه اخیستل کيږي او ډېرو ناروا کړنو ته هڅول کيږي، چې دغه کړنې د اسلامي اصولو سره په ټکر کې دي".

شیخ عبدالعزیز د داعش ډلې کړنې په کلکو ټکو غندلي او ويلي يې دي، چې انسانانو ته اور ورته کول او نور ظلمونه په اسلامي قوانینو کې يو له سترو ګناهونو شمېرل کيږي.

د سعودي رسنيو د راپور له مخې عبدالعزیز الشیخ ويلي، چې دغه ډله داسې کارونه کوي، چې په ټوله معنا له اسلام سره په ټکر دي.

سعودي شیخ وايي، ځېنې هېوادونه غواړي د داعش ډلې په وسيله اسلام بدنام کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام