په زرګونو افغان پناغوښتونکي د یونان د تړل شویو پولو شاته بند پاتې دي

شاوخوا ۹ زره پنا غوښتونکي، چې زیاتره یې افغانان دي، د یونان په مقدونیې او اتن کې د بندو سرحدونو شاته پاتې دي.

دغه پنا غوښتونکي د اتریش هېواد د پرېکړې له مخې، چې په سلو کې ۸۰ سلنه اقتصادي پناغوښتونکیو ته اجازه ورکوي؛ په سرحدونو کې له خاردار سیمونو سره مخ شول.

د دغې پرېکړې په ترڅ کې اتریش، یونان ته امر کړی، چې د مقدونیې پر لوري خپل سرحدونه وتړي.

د دغې پرې کړې له عملي کېدلو نه وروسته، یو شمېر قهر شویو پناغوښتونکیو له پوله ساتو سره ونښتل او تر اوسه د افغان پناغوښتونکیو پر مخ پولې تړلې دي.

د نورو اروپايي هېوادونو د فشارونو په پایله کې، د یونان د کډوالو وزارت یو چارواکي نن (سه شنبې، د فبرورۍ پر ۲۳مه) د دغه هېواد په پارلمان کې ویلي، چې یونان د مقدونیې په پولو کې ایسارو پناغوښتونکیو ته د یوې سیاسې حل لارې په لټه کې دی.

د یونان یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ډیلي میل ورځپاڼې ته ویلي، چې د مقدونیې په پولو کې اوسنۍ ستونزې د اتریش، صبرستان او اسلووني په غوښتنه راپيدا شوې دي.

ده ویلي، چې د یونان حکومت د مقدونیې د سرحدونو په برخه کې د ستونزو په اړه کومه سیاسي حل لاره نه لري او پولې یې تړلې دي، ځکه چې یونان نه غواړي د پناغوښتونکیو په لوی پنډغالي بدل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام