
د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د ترسره شویو جرمونو د نه څېړلو په اړه د کیفري نړیوالې محکمې پرېکړه د جایت قربانیانو لپاره یوه ټکان ورکوونکې موضوع ده او د یادې موضوع باور ته به زیان واړوي.
د کیفري نړیوالې محکمې پرېکړې له هغه وروسته اعلانېږي چې د دې محکمې د یوې سترې څارنوالې ویزه لغوه کړه؛ ځکه یادې محکمې په افغانستان کې د امریکايي سرتېریو له لوري د شویو جرمونو په اړه هم څېړنې کولې.
د کیفري نړیوالې محکمې قاضیان وايي، یاده پرېکړه یې د څېړنې برخه کې د شته ستونزو، د حکومت نه همکارۍ او په لګښتونو کې د ځینو محدودیتونو له کبله کړې ده.
خو د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې رییس بیراج پاتنیک وايي، افغانستان په تېره یوه نیمه لسیزه کې د سترو جنایتونو شاهد و او د کیفري محکمې وروستۍ پرېکړه د جایت د قربانیانو لپاره ټکان ورکوونکې موضوع ده او د دې محکمې تللی باور به نور هم کمزوری کړي.
هغه زیاتوي، کوم دلیلونه چې یاده محکمه یې یادوي، هېڅ د توجیه وړ نهدي. ډاروونکي جنایتونه یوازې په هغه ځای کې څېړل کېږي چې پهکې شوي وي او د دغو جنایتونو د څېړلو په اړه د کیفري نړیوالې محکمې بېغوري، د یادې محکمې کمزورتیا ښيي.
د بیراج پاتنیک په وینا، د کیفري نړیواله محکمه قانوني او اخلاقي دنده لري چې په افغانستان کې د جنایتونو د قربانیانو وضعیت وڅېړي.
اړوند مطالب:





