د ” پټو بمي چاودنو” جوړه ونيول شوه

د لندن ښارمحکمې يوه مسلمانه مېرمن او خاوند یې د بم اېښودلو په جرم ګناه کار وبلل.

دوی غوښتل، چې په لندن ښار کې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو د نمانځنې پر ورځ بمي چاودنې وکړي.

۱۰ کلونه مخکې د لندن ښار د لېږد را لېږد په شبکې د جولای میاشتې په ۷مه نېټه څو چاودنې وشوې، چې ۳۸ تنه په کې ووژل شول او شاوخوا ۷۰۰ تنه نور په کې ټپیان شول.

۲۴ کلنه ثنا او ۲۵ کلن مېړه یې محمد رحمان شاوخوا یوه میاشت مخکې په لندن کې د پولیسو له خوا ونیول شول.

دوی هغه وخت ونیول شول، چې محمد رحمان په خپل ټوېټر کې په "چپتیا د بم ښخولو" په نوم یې د خپلو پلویانو څخه د بمونو د چاودنو د ځای په نښه کولو نظرونه راټولول.

پولیسو تر څېړنو وروسته د شکمنو کسانو له خونې څخه له ۱۰ کیلو ګرامو زیات چاودېدونکي توکي وموندل.

د لندن هېواد د ترهګرې سره د مبارزې مشرې سوزان همینګ په دې اړه وايي، چې که دغه مېړه او مېرمن نیول شوي نه وای، لندن به یې له لوی ګواښ او غمیزې سره مخ کړي وای.

د محمد رحمان په ټوېټر پاڼه ورکول شوي نظرونه ښيي، چې د دې چاودنې له پاره د لندن ښار له ګڼه ګوڼې ډک د "مټرو" سیمه ټاکل شوې وه.

د نن ورځې په محاکمه کې څرګنده شوه، چې دغه مېړه او ښځې د ترهګریزو بریدونو د سازمان کولو په اړه زیاته څېړنه کړې وه.

سره له دې، چې د دوی په خلاف د جرم ثابتولو له پاره زیات شمېر ثبوتونه موجود وو، خو دوی د محکمې له لګول شوي تورونه بې بنسټه بلل.

دوی هڅه کوله، چې ځانونه بې ګناه ثابت کړي او دغه چاره د محکمې د حکوم د شدت لامل شوه.

محکمې د دوی پر وړاندې د محکمې پرېکړه په پټه اعلان کړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام