د ایران پخواني ولسمشر او وتلي انقلابي لوبغاړي اکبر هاشمي رفسنجاني د جنازې لمونځ امامت د دغه هېواد مذهبي مشر ایت‌الله خامنه‌اي و کړ.

د اکبر رفسنجاني جنازه کې سمون غوښتونکي زیات ګډون کړی و، ځکه نوموړی په وروستيو کلونو کې د دغه خوځښت له مخکښانو ګڼل کېده.

له بل لوري د ایران ولسمشر حسن روحاني او د ایران مذهبي مشر ایت‌الله خامنه‌اي د پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني د اسلامي انقلاب یو لوی شخصیت بللی او کورنۍ ته يې د تسلیت مراتب وړاندې کړې دي.

هغه د ایران مذهبي مشر سره د نظر سخت اختلاف درلود.

ایت‌الله خامنه‌اي يې په هکله ویلي، چې په دغې اوږده موده کې د نظر اختلاف هېڅکله د دوی ملګرتیا خرابه نه‌کړه.

د ایران حکومت د رفسنجاني د وفات له امله ۳ ورځې ملي ماتم او نن سه شنبه (جنوري ۱۰مه) یې د هغه د تدفین مراسمو له‌پاره عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

یاده دې وي، چې د ایران پخوانی ولسمشر او وتلی انقلابي لوبغاړی اکبر هاشمي رفسنجاني، د ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۷ پورې د ایران ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه د خپل ولسمشرۍ څخه وروسته هم په کراره کښې نه ناست او خپلې سیاسي مبارزې ته يې دوام ورکړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام