د افریقا په سویل کې ۱۴ میلیونه خلک وږي دي

د خوړو نړېوال سازمان د يوې خبرپاڼې په خپراوي سره ویلي، چې یوازې د افریقا په سویل کې ۱۴ میليونه خلک د خوړو له پاره کافي غذا نه لري.

دغه سازمان په ۲۰۱۵ م ز کال کې د شدیدو وچکالیو په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي، چې په افریقا کې کرنیز محصولات حد اقل ته رسېدلي دي.

د خوړو نړېوال سازمان د دوشنبې په ورځ (جنوري۱۸ مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې کاږلي، چې ساړه بادونو، ناڅيز بارانونو او سیلابونو پر فصلونو خورا ناوړه اغیز کړی او ټول يې له منځه وړلي دي.

د راپورونو له مخې يوازې، د افریقا په سویل کې د سیلابونو له امله ۶۰ په سلو کې محصولات له منځه تللي دي.

د خوړو نړېوال سازمان لیکي، چې د افریقا په سویل کې ماداګاسکار، مالاوي او زیمبابوې هغه هېوادونه دي، چې خلک يې تر ټولو په بدو شرایطو کې ژوند کوي.

مالاوي د ۲،۶ میلیونو نفوس په درلودلو سره اوسمهال خوړلو ته سخت ضرورت لري او په دغه هېواد کې ۷۳ سلنه د خوراکي توکو د بيې لوړوالی د دغه سازمان د سختو اندېښنو لامل شوی دی.

د خوړو نړېوال سازمان اجرايوي مدير "ارتارین کازین" زیمابوې ته د خپل سفر پر مهال ويلي، چې دی هغو کسانو ته زیات اندېښمن دی، چې لږې ځمکې لري او د دغو ځمکو د کرلو له حاصل څخه خپل د ضرورت وړ خواړه هم نه شي برابرولی.

اتیوپیا هم اوسمهال له شدیدو وچکالیو سره مخ دی. دا شان وچکالي د تېرو ۳۰ کلونو راهیسې پر ایتوپیا نه وه راغلې.

د ماشومانو د ساتنې سازمان ( Save the Children) وايي، چې اتيوپیا کې ۴۰۰ ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د دغې وچکالۍ اصلي لامل د ځمکې د کرې ګرموالی او د " النينو "  رامنځ ته کېدل دي.

النینو یوه طبیعي پدیده او د نړۍ د اب و هوا یو څرخ دی، چې هر ۲ یا ۷ کاله وروسته د نصف النهار په مرکزي او شرقي برخو کې واقع کيږي.

په مرکزي امريکا، استرالیا، اندونزیا او سویلي افریقا کې شدید طوفانونه او وچکالي د همدې النينو له وجې رامنځ ته کيږي.

تر ټولو قوي النينو په ۲۰۱۵م ز کال کې رامنځ ته شوه، چې مرکزي امريکا او افریقايي هېوادونو ته یې خورا زیات زیانونه واړول.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام