
امريکايي چارواکيو بغداد کې د ايران د سپاه پاسدران د قدس ډلې د قومندان قاسم سليماني د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د امريکا دفاع وزیر مارک سپر وايي، دا بريد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر شوی دی.
له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې قاسم سليماني هڅه کوله چې امريکايي چارواکي په نښه کړي، چې له همدې کبله ولسمشر ټرمپ د نوموړي د وژل کېدو امر وکړ.
عراقي رسنيو هم ويلي، چې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په هوايي بريد کې قاسم سليماني وژل شوی دی.





