
د امریکا دفاع وزارت په عراق کې د ایران له لوري د دغه هېواد پر دوو پوځي اډو د برید خبر ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، په عراق کې د امریکا پر دوو اډو له ۱۲ ډېر توغندي لګېدلي دي.
د امریکا پوځ هم په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ایران په عراق کې د امریکا پر ځواکونو له ۱۰ ډېر توغنديز بریدونه کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه برید په غبرګون کې پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي: «هر څه سم دي. دوه توغندي له ایرانه په عراق کې پر دوو اډو لګېدلي، مرګژوبله او زیان به یې وارزول شي.»

ایراني رسنیو هم راپور ورکړی چې پر عراق د دغه هېواد په بریدونو کې ۸۰ امریکایان وژل شوي، خو امریکايي چارواکیو تراوسه د یادو بریدونو د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
ایران داسې مهال په عراق کې پر امریکايي اډو بریدونه کړي چې امریکا د جمعې په ورځ د دغه هېواد د سپاهپاسداران د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني په عراق کې وواژه.
اړوند مطالب:
عراق کې د ایران د سپاه پاسدران ځواکونو مشر ووژل شو
د ایران او امریکا ټکر به د افغانستان د سولې پر خبرو او اقتصاد اغېز وکړي





