هالنډ حکومت د حجاب پر اغوستلو بنديز ولګاوه

راپورونه وايي، چې د هالنډ کابينې په دغه هېواد کې پر نقاب یا حجاب اغوستلو بندیز ولګاوه.

هالنډي چارواکو ويلي، عام خلک په ملي بسونو، ښوونځيو، روغتونونو او دولتي دفترونو کې د خپلو څېرو د پټولو حق نه لري.

یوې بریټانوۍ نشراتي ادارې ليکلي، چې دغه موضوع د هالنډ هېواد د کابينې له خوا منظور شوې، خو په وينا يې د دغه هېواد د پارلمان له لوري باید هم تصویب شي.

په راپور کې راغلي، چې د حجاب یا نقاب اغوستلو پرته د (سکي) لوبې او موټر سایکل چلولو پر مهال هم باید هیلمټ (خولې) وا نه غوستل شي.

د دغه هېواد کابينې له منظوري نه وروسته د هالنډ لومړي وزير مارک رووټ رسنيو ته وویل، چې په هېواد کې يې هر چاته شخصي ازادي ورکړل شوې او هرڅوک کولی شي د خپلې خوښې لباس واغوندي، خو په وينا يې دغه ازادي هغه مهال محدوديږي، چې د يو بل ليدنه ضروري وګڼل شي.

باید وویل شي، چې له دې وړاندې هم دغه هېواد د کابينې غړي د حجاب پر اغوستلو بندیز لګولی وو، خو وروسته بیا د خلکو له سختو اعتراضونو سره مخ شول، ځکه د دغه هېواد اوسېدونکو ویل، چې دا کړنه به د دوی د مذهب ازادي د محدودولو په مانا وي.

هالنډ یو دموکرات هېواد دی او د دیموکراسۍ د اصولو له مخې هر چاته د مذهب پوره ازادي ورکړل شوی دی.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام