د داعش ډلې ۲۲ زره ګومارل شویو کسانو اسناد افشا شوي

یو اسټرالیايي ټلویزیون ادعا کړې، چې دوی ته د داعش وسله والې ډلې د ۲۲ زره ګومارل شویو وسله والو کسانو د نوملړ اسناد پېدا کړي او په کې د يادې ډلې د ځينو کسانو په هکله پوره اطلاعات هم درج شوي دي.

دغې رسنۍ زیاته کړې، چې په افشا شویو فورمونو کې د هغو کسانو نومونه هم شته، چې په راتلونکي کې غواړې له دغې ډلې سره فعالیت وکړي.

د سکای نیوز نومي رسنۍ خبر ورکړی، چې په یادو اسنادو کې د اروپايي او بريټانيا هېوادونو په ګډون له ۵۰ زیاتو هېوادونو وګړي شامل دي.

همدارنګه دغه ټلویزیون په خپل راپور کې لیکلي، چې په نوملړ کې د هر کس نوم، د وینې ګروپ، د اړیکې شمېره، د خپلوانو او ملګرو پتې او نور محرم اطلاعات شامل دي.

سکای نیوز تلویزیون وايي، چې په دې نوملړ کې زیات شمېر یې مشهور کسان دي، د بېلګې په توګه ۲۶ کلن عبدالباري چې د یو وخت په برېټانیا کې د رپ مشهور سندرغاړی و او اوسمهال له ۲۰۱۳ م ز کال راهیسې تر اوسه پورې داعش وسله والې ډلې له پاره فعالیت کوي.

په دې لیست کې نور مشهور کسان لکه ریاض خان او حسن جنید، چې د داعش وسله والې ډلې له پاره تبلیغات کوي نومونه یې هم راغلي  دي؛ خو دغه کسان په سوریه کې په وروستیو هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

د دغه تلویزون د راپور له مخې یاد سندونه ښيي، چې داعش په لیکو کې نوي ګومارل شوي کسان د "جهادي" تمرینونو له پاره بېلا بېلو هېوادونو لکه عراق، سوریه، سوډان او افغانستان ته لېږل کېږي.

د دغو سندونو په ځېنو برخو کې د "فداییانو" په نوم پاڼه بېله شوې ده، چې په دې نوملړ کې کسان د ځانمرګو بریدونو له پاره روزل کېږي او په دې برخه کې ترې کار اخیستل کېږي.

سکای نیوز لیکلي دي، چې دغه سندونه د یو سوري نفوذي کس له خوا چې مستعار نوم یې اوبوحامد دی د داعش له وسله والې ډلې یې غلا کړي او دوی ته یې رسولي دي.

په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو یوې فدرالي محکمې د تاېرود پوغ په نوم د متحده ایالاتو یو سرتېری په دې تور ګناهکار پېژندلی دی، چې له ترهګریزو ډلو یې ملاتړ کړی دی.

تایرود پوغ د هو ۸۰ امریکايي سرتېرو له ډلې دی، چې د داعش وسله والې ډلې ملاتړ کوي او د "اف، بي، اې" او امریکايي محاکمو تر څار لاندې دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام