رجب طیب اردوغان د موقت حکومت له جوړېدو سره موافقه وکړه

د نومبر میاشت نه تر اوسه پورې د ترکيې پخوانی حکومت په قدرت کې دی او په دغه هېواد کې هيڅ يو ګوند هم ونه شوی کړی، چې د پارلماني څوکيو اکثریت تر لاسه کړي.

وروسته له څو میاشتو اوس د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغه هېواد له صدر اعظم احمد داود اوغلو سره له خبرو اترو وروسته د موقت حکومت د جوړېدو منظوري ورکړه.

دغه موقت حکومت به د نويو ټاکنو د ترسره کېدو پورې دوام وکړي.

د ولسمشر د منظوري پر بنسټ به پخوانی حزب، چې د طیب اردوغان په وخت کې ګټونکی وو اوس هم تر راتلونکي ټاکنو پورې په خپل حال پاتې وي.

طیب اردوغان روان ميلادي کال د نومبر لومړۍ نېټه په ټول هېواد کې یوځل بیا د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو نېټه اعلان کړ.

د يادولو ده، چې په تېر جون میاشت کې د جماعت حزب له لوري د مخلوط حکومت د جوړولو له پاره د اکثريتو رايو په اخیستو بريالی نه شول. 

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وروسته له هغه د رسمي ټاکنو غوښتونکی شو، چې یوه ورځ وړاندې د نوي حکومت د تشکیل له پاره وروستی مهلت بې پایلې پای ته ورسېده.
یاده دې وي، چې له ۲۰۰۲ م ز کال وروسته د لومړي ځل له پاره د اردوغان حاکم ګوند په تېرو ټاکنو کې د پارلمان اکثریت له لاسه ورکړ.
که څه هم د ولسمشریزو ټاکنو وروسته د ایتلافي حکومت د جوړونې له پاره ډېرې هڅې وشوې، خو بریالي نه شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام