امریکا ویلي، چې پاکستان د هندوستان پر ممبيي ښار د ۲۰۰۸ میلادي کال د خونړي ترهګريز برید طراح ذکي الرحمان لکهوي په ضمانت د خوشې کولو حکم ورکړی دی.
په ممبیي ښار کې د ۲۰۰۸ م زيږديز کال په ترهګریزو حملو کې ۱۶۶ تنه ووژل شول، چې له همدې امله بیا د اسلام اباد او پاکستان اړيکې نورې هم خرابې شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین ساکي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د دغې قضيې پر څرنګوالي څه نه شي ويلای، خو ټينګار يې وکړ، چې اسلام اباد له سپينې ماڼۍ سره وعده کړې، چې د دغې قضيې په اړه به جدي څېړنې کوي او مجرمانو ته به يې د قانون له مخې سزا ورکړي.
د جین ساکي په وینا لکهوي اوس هم په پاکستاني زندان کې شپې او ورځې سبا کوي.
له دې وړاندې، چې کله د پاکستاني مقاماتو له لوري د عبدالرحمان لکهوي ضمانت ومنل شو، نو دغه کار بیا نوی ډهلي په غوسه کړ، خو وروسته ورباندې د عمومي نظم راوستلو د قانون له مخې د بندي کېدو حکم صادر شو.
د هندوستان صدر اعظم نریندر مودي ويلي و، چې د لکهوي د ضمانت منل به انسانيت ته زيان ورسوي.
د پاکستاني پولیسو په وينا لکهوي په نورو جرمنو لکه ترور او تښتونو هم تورن دی.
ذکي الرحمان لکهوي په ٢٠٠٨م زيږدیز کال کې د هند ممبيي ښار کې د شویو ترهګريزو حملو په تور له شپږو نورو کسانو سره نيول شوى و، خو د همدې کال د ډسمبر په میاشت کې په ضمانت خوشی شوی و او د اضطراري حالاتو د ترېنګلتیا له امله نظر بند و.
د تېرو دريو مياشتو راهيسې نوموړی د راولپنډي پوليسو له لوري د محکمو د حکمونو پر مهال له زندانه نه دی ويستل شوی.
د اسلام اباد د دغې پريکړې په باب بيا نوی ډهلی ناخوښ دی.
د هندوستان د کورنيو چارو وزير کرن رجيجو خبريالانو ته وويل، چې د تروريستانو ترمنځ بايد هيڅ ډول توپیر نه وي او نباید په ښو او بدو ډلو يې ویشو.
له دې وړاندې د لکهوي په اړه داسې راپورونه هم خپاره شوي و، چې د لاهور محکمې داسې هیڅ اسناد نه و مندلي چې لکهوي پرې مجرم ثابت کړي.
لکهوي چې د ممنوع شوي پاکستاني ډلې لښکر طیبه مشر دی؛ د ډسمبر پر اتلسمه د تروریزم ضد یوې محکمې له خوا په ضمانت خوشې شوی و؛ خو وروسته بیا چارواکو د عامه نظم د هغه قانون له مخې ونیو، چې د روان میلادی کال د ډسمبر پر ۲۹ د اسلام آباد د سترې محکمې له خوا ځنډول شوی و.
د راپورونو له مخى تورن ذکي الرحمان لکهوي د پاکستان تر کنټرول لاندى کشمير په مرکز مظفر اباد کى نيول شوی و.
عبدالرحمان لکهوي د لشکر طيبه وسله والې ډلې، چى پاکستان پرى بنديز لګولى مشکوک غړى دی.





