ایا د اروپايي ټولنه او ترکیه به د کډوالو ستونزه حل کړي

څو اونۍ وړاندې د مقدونيې پولې هم د افغان کډوالو پر مخ وتړل شوې.

مقدونیه په خپل وروستي اقدام کې د عراق او سورې د هغه ښارونو اوسیدونکو ته چې امن دي لکه بغداد او عراق اجازه نه ورکوي چې د دوی له سرحده تېر شي.

قاچاقبران د مقدونې د سرحد له تړلو ګټه اخلي، تېره ورځ د مسافرو یوه کښتۍ چې غوښتل یې د اژه سند له خطرناکولارو یونان ته ځان ورسوي ډوبه شوې چې په نتیجه کې یې ۲۵ مسافر مړه شوي دي.

انادولو خبري اژانس خبر ورکړی چې ژر د دې مسافرو د ژغورنې لپاره د ژغورنې ډله د اژاه سیند ته رسیدلي او تراوسه یې ۱۵ تنه د مرګ د ګواښه ژغورلي دي.

. د المان لومړۍ وزیره انګلا مرکل د یکشنبې په شپه ترکې ته تللې او د ترکې له لومړې وزیر احمد دادود اغلو سره یې په دې اړه کتلي دي.

له دې لیدنې وروسته اروپایې اتحادي خبر ورکړی چې د دوشنبې په ورځ بیړني غونډه جوړه کړي او د کډوالو ستونزو ته د حل لار راوباسي.

د غونډې د اجنډا یوه برخه چې اشوشیټد پرس خبرې اژانس لاس ته ورغلی راغلي چې د دې غونډې اصلي هدف دادی چې یونان سره  له دې امله کومک وکړي ترڅو دهغه  کډوالو توازن وساتي  چې له ترکې دې هیواد ته راځي

په یوان کې د کډوالو وضعت بیخي په په خراب حالت کې دی او د کډوال د خوراکي موادو لپاره ساعتونه ساعتونه انتظار کوي ترڅو دومره خواړه ورته ورسیږي چې پرې ژوندي پاتې شي.

د یونان لومړي وزیر زیپراس د یکشنبې په ورځ په خپلو خروکې ویلي چې په دې خبرو کې د اروپایي اتحادې ۲۸ رهبران او ترکیه یواځې د خولې خبرې کوي خو په عمل کې بې ګټې دي او دا ځل به ټولې هوکړې په چټکۍ سره تیر ته په کتو عملي شي.

د یونان لومړي وزیر په داسې حال کې دا خبرې کوي چې هیواد په وار وار د اروپایي اتحادې شکایت کړی چې د کډوالو په مسله کې بې غوري کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام