د ایران پر وړاندې د ټرمپ د نظامي واکونو کمولو طرحه تصویب شوه

د امریکا د استازیو جرګې د ایران پر وړاندې د دغه هېواد د ولسمشر د نظامي عملیاتو د اړوندو واکونو طرحه تصویب کړه.

دا طرحه له هغه وروسته جوړه شوې چې د ډونالډ ټرمپ په مستقیم امر امریکايي ځواکونو د ایران د سپاه‌پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني وواژه او دغه راز یې د ایران پر وړاندې د نورو نظامي اقداماتو ګواښونه وکړل.

ټرمپ د یادې طرحې مخالفت کړی او د دغه هېواد له دواړو جرګو یې غوښتي وو چې رایه ور نه کړي. خو نانسي پلوسي په مشري د امریکا د استازیو جرګې بېګاه مازدیګر یادې طرحې ته رایې ورکړې چې د ۲۲۴ مثبتو او ۱۹۴ منفي رایو په خپلولو سره تصویب شوه.

د دغې طرحې له مخې، د امریکا ولسمشر باید د ایران پر وړاندې خپل نظامي اقدامات ودروي، خو نوموړی دا کار د دواړو جرګو له هوکړې وروسته کولای شي.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو یوه مسوول هوګان ګیدلي یاده طرحه خندوونکې بللې او ویلي یې دي چې د باور وړ نه ده او عملي به هم نه شي.

نوموړي د یادې طرحې په غبرګون یوه طرحه کې ویليو «ولسمشر حق او دنده لري چې د ترهګرۍ پر وړاندې د خپل هېواد او خلکو ساتنه وکړي. دا هغه کار دی چې بیا به یې هم وکړي او ځکه خو نړۍ یو امن ځای دی.»

ګیدلي زیاته کړې، ډونالډ ټرمپ د اساسي قانون له مخې د ټولو ځواکونو د عمومي قوماندان او د اجراییه قوې د رییس په توګه او دغه راز د نظامي ځواک کارولو په برخه کې د ۲۰۰۲ کال جواز له مخې پر قاسم سلیماني برید شوی دی.

دغه طرحه د ۱۹۷۳ کال د جګړه‌ییزو واکونو پر مصوبې استناد کوي چې له مخې یې د امریکا دواړو جرګو ته واک ورکړی چې د نظامي ځواک کارولو په برخه کې د ولسمشر د اقدام مخه ونیسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام