چينايي چارواکي وايي، چې د تېرې اوونۍ له چپه شوې کښتۍ يې له خورا زياتو هلو ځلو وروسته د ۳۰۰ نورو کسانو جسدونه ویستلي دي.
یو چينايي نظامي چارواکي ویلي دوی به د ۴۰ پاتو شويو کسانو له پاره د (یونګتيزي) سمندري خټينه سيمه کې خپلو پلټنو ته دوام ورکوي.
دغه کښتۍ د چين په داسې يوه برخه کې را نسکوره شوې، چې د اوبو په تل کې يې خورا زياتې خټې دي او مسافرين د تېرې يوې اوونۍ راهیسې د همدغو خټو په تل کې ورک دي.
د نيویارک ټایمز د راپور له مخې، د ویستل شويو ۴۰۰ تنو جسدونو د پېژندلو په اړه ( DNA) معاینات یا د وينې ازميښت پېل شوي.
دغه کسان به د چين (هوبې) ولایت (جيلاني) مرکزي ښار کې، چې د همدغه سمندر په څنډه پرته ده له پېژندلو وروسته کورنيو ته يې وسپارل شي.
وروسته له دې، چې دغه چپه شوې مسافر وړونکې کښتۍ څخه په سلګونه تنه وویستل شول، نو د چين دولتي ټلویزیون له لوري اعلان وشو، چې د یادې کښتۍ د چپه کېدو د لامل پېدا کولو له پاره جدي څېړنې روانې دي.
د چين په سمندر کې د دغه کښتۍ چپه کېدل په دې وروستۍ لسیزه کې د اسيا په کچه په سمندرونو کې تر ټولو لوی ناورين بلل شوی دی.
راپورونه وايي، دغه مسافر وړونکې کښتۍ کې ۴۵۶ تنه مسافر او ملازمين سپاره وو، چې د تېرې دوشنبې په شپه د سخت طوفان له امله را نسکوره شوه.
چينايي پلټونکي ويلي، چې دغه کښتۍ د (بړبوکۍ) سخت باد له امله چپه شوې.
بړبوکۍ د اوبو ګرداب په شان سخت باد ته وايي، چې زيات وخت په بحرونو او سمندرونو کې پېدا کيږي او د الوتو په وخت کې کښتيو او ان کله چې وچې ته راشي، نو پاخه کورونه هم له ځان سره وړي.
یوازې ۱۴ تنه د دغه کښتۍ څخه ځانونه ويستلي، چې په هغو کې د کښتۍ چلونکی هم شامل دی.
راپورونه وايي، چې اوسمهال چلونکی بندی دی او د کښتۍ د چپه کېدو په اړه ترې څېړنې روانې دي.
د یانګتيزي سمندر څخه د کښتۍ ویستلو له پاره لوی کرېنونه او نور بېلابېل ماشينونه هلې ځلې کوي، خو تر اوسه نه دي بريالي شوي، چې دغه چپه شوې کښتۍ د سمندر څنډې ته راوړي.
په دغه کښتۍ کې د مسافرو پورې اړوند کورنۍ خورا زياتې پوښتنې لري.
د دوی د عمده پوښتنو څخه یو دا ده، چې ولې د کښتۍ چلونکي ځانته اجازه ورکړه، په داسې شدید طوفان او باران کې مسافر ولېږدوي.
په داسې حال کې، چې نورې سمندري کښتۍ د شدید طوفان او باد د ودرېدو په تمه ولاړ ې وې.
له دې وړاندې ځينې مسافرینو ویلي وو، چې دوی د سخت طوفان او باران له امله په دغه کښتۍ کې نه شي تلی، خو کپیټان يا د کښتۍ چلونکي يې خبرداريو ته پام نه و کړی.
د لیواګزيو په نوم یو چينایي قومندان، چې د همدغو اشخاصو د جسدونو د پېدا کولو قومنده پر غاړه لري ويلي، په دغو جسدونو کې د يوې ۳ کلنې نجلۍ جسد هم موندل شوی، چې د کښتۍ په درېيم چت کې يې غوښتل د خپلې نيا سره سفر وکړي.
د تېرې شنبې په ورځ (ژنګ شیفنګ) په نوم د چين د مدني چارو وزارت يو چارواکي د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، مخکې له دې چې پېدا شوي جسدونه وسوځول شي، نو کورنۍ يې د ليدو له پاره راتلی شي.
د دغه کښتۍ د کمپنۍ مالک د کښتۍ د نسکورېدو له امله له خلکو بخښنه هم غوښتې.





