انګیلا مېرکل د ۱۰۰ ښځو په نوملړ کې لومړی مقام وګټلو

د فوربز په نامه امریکايي مجلې د نړۍ د ۱۰۰ ځواکمنو ښځو نوملړ خپور کړی، چې په هغې کې د جرمني هېواد لومړۍ وزیره انګیلا مېرکل د تېرو پنځو کلونو په څېر بیا لومړی مقام ګټلی دی.

امریکايي مجلې فوربز د نړۍ ځواکمنو ښځو دغه نوملړ د زیاتې سرمايې، رسنيز اغېز او ټولنیز اغېز پر بنسټ جوړ او خپور کړی دی.

امریکايي مجله فوربز هر کال د نړۍ د ځواکمنو ښځو دغه ډول نوملړ خپروي، چې جرمنۍ لومړۍ وزیره انګېلا مېرکل هغه څوک ده چې په پرلپسې ډول د پنځم ځل له پاره د دغه مقام ګټونکې کېږي.

 دغې مجلې انګېلا مېرکل په بېلابېلو برخو کې د ښو پالیسیانو د جوړولو له امله په دغه نوملړ کې په لومړۍ درجه کې راوستې ده.

په دغه نوملړ کې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلېنټن په دویم مقام کې ځای لري، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې په ۲۴ نمبر راغلې وه.

د بېل ګېټس ښځه په دغه نوملړ کې ۳ درېیم ځای لري.

په ټولیزه توګه په دغه ۱۰۰کسیز لېست کې د وروسته پاتې هېوادونو ۸ ښځې هم شاملې دي، په داسې حال کې چې همدا ۱۰۰ ښځې هر کال په یو ټریلیون ډالر کاروبار کوي او د کنټرول له پاره یې مناسبې لارې چارې لري.

د یادونې ده، چې په نوملړ کې ۱۵ عربې ښځې هم شاملې دي.

د روان کال په دغه نوملړ کې ۱۹ نوې ښځې ور اضافه شوې، چې په هغې کې یوه د تر ټولو د کم عمر لرونکې سندرغاړې سویفټ هم شامله ده، چې په دغه نوملړ کې یې ۶۴ ځای ګټلی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام