ټرامپ: کلنټن او اوباما د داعش ډلې بنسټګران دي

د امریکا متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې یو له مخکښ نوماندانو ډونالډ ټرامپ ویلي، چې د دغه هېواد اوسنی ولسمشر بارک اوباما د داعش ترهګرې ډلې یا اسلامي دولت بنسټګر دی.

نوموړي، چې د امریکا په فلوریډا ایالت کې خپلو پلویانو ته خبرې کولې زیاته کړې، چې ولسمشر اوباما ته درناوی لري، خو پر وینا يې د داعش بنسټګر همدی دی.

ټرامپ د امریکا جمهوریت غوښتونکي ګوند نوماند دی او د هغه او ډیموکراټ ګوند ویاندې هیلیري کلنټن ترمنځ پر ولسمشریزو ټاکنو قوي رقابت روان دی او پر یو بل يې د نیوکو لړۍ تندې کړې دي.

ډونالډ ټرامپ له ډیموکراټ ګوند نه د امریکا جمهوري ریاست ټاکنو ته پر نوماندې هیلري کلنټن هم نیوکه وکړه او هغه یې د داعش ډلې په رامنځ ته کولو کې د "اوباما شریکه" بللې.

همدارنګه ډونالډ ټرامپ تور پورې کړ، چې باراک اوباما سخت دریځو ته د فعالیتونو پراخولو اجازه ورکړې او له داعش ډلې سره له نرمښته کار اخلي.

یاده دې وي، چې سپینې ماڼۍ تر اوسه د ډونالډ ټرامپ څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له بل لوري بیا د کلنټن مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د ټرامپ څرګندونې د هغه  په بې ادبۍ دلالت کوي او د روسیې د ولسمشر پوتین هغه خبرې تکراروي، چې د متحده ایالاتو مشرانو او ګټو ته له سپکاوي ډکې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام