د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې ته د سولې نوبل جایزه وغوښتل شوه

د نړۍ زرګونه خلک د کرایست‌چرچ د برید له قربانیانو سره د نیوزیلنډ د لومړۍ وزیرې د غمرازۍ او په بیړه یې د دې پېښې پروړاندې د اقدام له کبله پر سترو پاڼو د برېښنايي لاسلیکونو په راټولولو سره د نوموړې لپاره د سولې نوبل جایزې غوښتونکي شول.

په کرایست‌چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د تېرې ورځې په ترهګریز برید کې ۵۰ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

تراوسه د نیوزیلنډ د لومړۍ وزیرې جاسیندا اردرن په ملاتړ پر دوو سترو برېښنايي پاڼو په ترتیب ۱۶،۶۰۰ او ۳ زره لاسلیکونه راټول شوي دي.

اړوند مطالب:

د نیوزلینډ په دوو جوماتونو کې بریدونو ۴۰تنه وژلي

جاسیندا اردرن چې د کرایست‌چرچ پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د غمرازۍ له امله ستایل شوې، په ټولنیزو رسنیو کې له ګواښ سره مخ شوې ده.

د نیوزیلنډ پولیسو اعلان کړی چې نوموړې ته ۲ ګواښونه شوي دي. د یادو ګواښونو له ډلې یو یې د هغې وسلې تصویر دی چې «بل کس ته یې» پرې لیکل شوي دي.

اردرن د تېرې جمعې لمانځه په هغو مراسمو کې ګډون وکړ چې د کرایست‌چرچ ښار، مسجدالنور ته نږدې په یوه پارک کې جوړ شوي وو. د راپورونو له مخې، نوموړې د جمعې لمانځه د خطبې ویلو پر مهال اوښکې تویولې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام