
جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ د نومبر د ۸ مې نېټې د ټاکنو په پایله کې خپلې سيالې نوماندې، ډيموکراټې هلېرې کلېنټن ته ماتې ورکړه او بلاخره تېره ورځ جمعه یې د امريکا د ۴۵م ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.
د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ولسمشر له رسمي لوړې وروسته په خپلې وینا کې خپلې تګلارې بیان کړې او خلکو ته یې د نویو بدلونو ډاډ ورکړ.
د امریکا نوي ولسمشر ټرمپ وویل، دی د عمل سړی اوس د خبرو وخت تېر شوی دی. ده پر دې ټینګار وکړ، چې د امریکا ګټې دې تر هر څه لومړیتوب ولري.
هغه په خپله وينا کې د امريکا متحدو ايالتونو د سرحدونو د خونديتوب، د خپلو شريکانو د تقويې او د امريکا د کورني صنعت د پراختيا ژمنه وکړه.
ټرمپ زیاته کړه، چې تر بل هر وخت به امريکا ته لومړيتوب ورکوي، اوسني شريکان به غښتلي کوي، د جعلي خبرونو مخه به نيسي او د خپل هېواد نوم به داسې ځلوي چې هر څوک يې لار تعقيب کړي.
د ولسمشرۍ انتخاباتو کپماينونه لانجمن وو، د امريکا استخباراتي ادارو ويلي، چې روسيې په دغو انتخاباتو کې د ټرمپ په پلوي لاسوهنه کړې ده.

د کډوالۍ، اسلام او د اقليم د بدلون په باب د ښاغلي ټرمپ څرګندونو انتقادونه پارولي دي.
د لوړې په مراسمو کې د وينا پر مهال ښاغلي ټرمپ ژمنې وکړې، چې له نورو سره د مرستو ترڅنګ به خپل هېواد ته ډېر وخت ورکوو او هڅه به کوو، چې خپل اولویتونه تعریف کړو.
په همدې حال کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ويلي چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش او نورو سخت دريځو تروريستي ډلو ته به ماتې ورکوي او دا به ورته لومړيتوب لري.
له دې سره هم مهاله د ولسمشر ټرمپ د لوړې له مراسمو سره سم ځېنو امریکایانو د ده د ځېنو پالیسیو پر ضد لاریونونه وکړل. دوی غوښتل چې ولسمشر ټرمپ په ځېنو برخو کې اسانتیاوې راولي.
د بېل کلېنټن او د هغه د مېرمنې هيلري کلېنټن په شمول چې په ولسمشريزو انتخاباتو کې د ټرمپ مخالفه وه، ګڼ شمېر نور پخواني ولسمشران او مېرمنې يې د ټرمپ د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي.





