د نړۍ د زیات عمر لرونکي کس ریکارډ به مات شي

د برازیل هېواد یو روغتیايي کارکوونکي له دولت څخه غوښتنه کړې، چې دده د ناروغ نوم د نړۍ د ژوندي او زیات عمر لرونکي کس په توګه د نړۍ په ګینس کتاب کې ثبت کړي.

دغه کارکوونکي ویلي، چې "جاووکوئیلهو" د سوزا په ۱۸۸۴م ز کال د مارچ په لسمه نېټه زېږېدلی دی او ۱۳۱ کلونه عمر لري، چې شاوخوا د درې پېړیو بدلونو شاهد دی.

که چېرې د دغه زیات عمر لرونکي برازیلي د پیدایښت نېټه کره شي، نو د فرانسوي ۱۲۲ "یاسو تارو کویده" او د ۱۲۲ کلن جاپانی چې لا هم ژوندی دی؛ د نړۍ د زیات عمر لرونکي کس نړیوال ریکارډ به مات کړي.

د میل انلاین د راپور پر بنسټ ۱۳۱ کلن کوئیلهوي د برازیل په لرې پراته ایالت اکره کې ژوند کوي.

دغه برازیلي هغه مهال د زیاتو خلکو پام ځانته جلب کړ، چې درملونکي یې انځور په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړل.

د دغه برازیلي انسان په ژوند کې بله په زړه پورې خبره داده، چې نوموړي د ژوند په ۱۰۱ کال کې د یوې لور پلار شو.

کوئیلهو روغتیايي حالت ښه نه دی، نوموړي له خپلې ۳۰ کلنې لور او ۶۹ کلنې مېرمنې سره اوسېږي.

سریلنا سوزا یې تر ټولو کشره لور ده.

دغه مېرمن وايي، ما زیاتې نیوکې او سختې خبرې اورېدلي دي، چې پلار یې د دغې د پيدایښت په اړه دروغ ویلي دي.

سریلنا وايي، هغه مهال چې پلار یې زوړ و، خو مور یې ځوانه وه، په پلار یې میینه شوې وه او له همغه وخته تر اوسه شاوخوا ۴۰ کلونه کېږي، چې ګډ ژوند کوي.

سوزا وايي، چې د پلار خواړه یې په تېرو ۵۰ کلونو کې وريجې، کبان او غوښه وه.

د دغه برازیلي داکتر "کندی افونسوي" د برازیل له دولت څخه د دې غوښتنه کوي، چې د  کوئیلهوي په د زوکړې په اړه مسلکي معلومات ټول کړي، تر څو د ګینس په نړیوال کتاب کې یې نوم ثبت شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام