د سوریې کورنۍ جګړې په اړه نړیوالې خبرې اترې د اتریش په ویانا ښار کې پیل شوې.
دغه لومړنۍ غونډه ده، چې د سعودي عربستان او ایران دیپلوماتان د خبرو یوه میز ته کېني او د سوریې کورنۍ نښتې په اړه له یو بل سره خبرې کوي.
په دې غونډه کې، چې نن د (اکټوبر په ۳۰مه) پیل شوه د سوريې او مخالف لوري کوم استازي په کې ګډون نه دی کړی.
خو په ورته وخت کې د نړۍ او سیمه ییزو هېوادونو استازو ګډون د دې ښکاروندويي کوي، چې د سوریې کورنۍ نښتې د حل له پاره نړیوال چمتووالی زیات شوی دی.
د امریکا، روسیې، ترکیې، عربستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو او برېټانیا، مصر، المان، فرانسې، لبنان، قطر او عمان هېوادونو استازو په دغې غونډه کې ګډون کړی دی.
له دې مخکې هم د سورې کړکېچ د حل له پاره غونډې تر سره شوې وې، خو دا اول ځل دی ایران ته په دغې غونډه کې بلنه ورکول کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د دغو خبرو اترو له پیل مخکې خبریالانو سره په خبرو کې د سوریې کورنۍ نښتې د سیاسي حل لارې له پاره هیله څرګنده کړې وه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د دغې غونډې له ټولو ګډونوالو نه غوښتي دي، چې په خبرو اترو کې نرمښت وښيي.
ایران د سوریې اوسني حکومت له ملاتړ کوونکو نه دی.
د سوريې شخړه له ۲۰۱۱ ز کال څخه د ولسواک نظام نه د ملاتړ له پاره د سوله ییزو مظاهرو په ډول پیل شوه.
حکومت د اعتراض کوونکو په ټکولو لاس پورې کړ، چې بلاخره په کورنۍ نښتې واوښتله.





