کري: له ایران سره هر ډول هوکړه د هغوی په عمل پورې اړه لري

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر جان کري ایران ته خبرداری ورکړی، که چېرې دغه هېواد خپلې کړې ژمنې عملي نه کړي، نو امريکا به ورسره له هر راز معاملې ډډه وکړي.

جان کري زياته کړې، چې امريکا خپلو اوږدو سوالونو ته مفصل ځوابونه غواړي.

د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزیر همدا راز ويلي، که ایران وغواړي یا نه باید د نړۍ هېوادونو ته دا قناعت ورکړي، چې دوی خپل اټومي پروګرام په سوله ییزه فضا کې پرمخ وړي.

نوموړي په وين ښار کې خبريالانو سره د خبرو ترڅنګ داهم ويلي، چې  

که دا د ایران خوخښه وي او یا هم نه، نو د دوی اټومي پروګرام له پاره باید ځانګړی تعریف وشي.

هغه ويلي که چېرې ایران د خپل اټومي پروګرام له پاره ځانګړی او سوله ییز تعریف ونه لري، نو امريکا حاضر نه دی، چې له دوی سره هيڅ ډول معامله وکړي.

له دې وړاندې جان کري په وين ښار کې د ۱+۵ هېوادونو روسیه، بريتانیا، فرانسه، جرمني او چين هېوادونو سره په ناسته کې وویل، چې د امريکا له خوا د وروستي مذاکراتو شرط د ایران د کړو ژمنو پورې اړه لري.

د ایران د بهرنيو چارو وزیر جواد ظریف ویلي ایران چمتو ده، چې د اولتیماتوم نېټې د پوره کېدو وړاندې یا د څو ورځو په ځنډ سره خپلې ژمنې عملي کړي.

د امريکا له لوري د روان میاشت د جون تر ۳۰ مې پورې ایران ته وخت ورکړل شوی وو، څو نړۍ او په ځانګړي ډول امريکا ته قناعت ورکړي، چې د دوی اټومي پروګرام په بشپړه توګه سوله ییز دی او هيڅ هېواد ته به په کې زيان ونه رسيږي.

سپينه ماڼۍ او د نړۍ پنځه جمع یو هېوادونه په وين ښار کې له ایران سره دې نتيجې ته رسېدلي وو، چې باید ایران خپل اټومي پروګرام کوچنی او اټومي خولۍ را کمې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې جان کري له ایران سره د اټومي خبرو اترو لانجمنه پروسه دوباره پېل کړې او دا ځل ښکاري، چې ایراني ډېپلوماټان د امريکا او د نړۍ پياوړو هېوادونو غوښتنو په اړه نرمښت ښودلی دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام