.jpg)
د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د امریکا د بېلوټې الوتکې برید، چې په پایله کې یې د طالبانو مشر ملامنصور ووژل شو؛ غندلی او ویلي یې دي، چې د امریکا په دا ډول برید د پاکستان خاورې ته بې احترامي کړې او د دوی ځمکنۍ بشپړتیا یې نقض کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د امریکايي ځواکونو او پاکستان ترمنځ د اطلاعاتو د تبادلې خبره کړې ده. په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکايي ځواکونو پاکستان ته خبر ورکړی و، چې هغوی ملامنصور د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې په نښه کړی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ملامنصور په داسې حال کې د برید لاندې راغلی، چې له خپل هویت کارت او د پاکستان جعلي پاسپورټ سره د تفتان سرحدي ښار نه کوټې خوا ته روان و.
د طالبانو یو لوړپورړي چارواکي هم د طالبانو د مشر ملااختر منصور مړینه تایید کړې ده.

ملاعبدالروف له اسوشییټېټ پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې ملامنصور د پنجشنبې په شپه د امریکا د بې پیلوټې الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
له بلې خوا د طالبانو یو غړی چې د دې ډلې له نظامیانو سره نېږدې اړیکي لري؛ خپلو همسنګرو ملګرو ته یې په یو پيغام کې خبر ورکړی، چې ملامنصور ژوندی دی او څو ورځې وروسته به یې خپل ویډیويي کلپ خپور شي. د طالبانو د مطبوعاتي ډلې یو غړی عمران خلیل په خپله ټویټر پاڼه کې د ملامنصور مړینه دروغ ګڼلې ده.
له دې هر څه سره – سره وسله والو طالبانو ته نږدې ډلې وايي، چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د دوی د ډلې یو شمېر قوماندانان وژل شوي، چې یو کلي ته د واده مراسمو ته روان وو. د دوی په وینا، په قوي احتمال په مړو شویو کسانو کې د دوی د قضايي قوې مشر غړی ملاشیخ عبدالحکیم هم شامل دی.





