د امريکا په هوايي برید کې د داعش ډلې مرستيال ووژل شو

راپورونه وايي، چې امريکا د عراق په شمالي سيمو کې هوايي بريدونه کړي، چې په پایله کې يې د داعش ډلې مشر  ابوبکر البغدادي مرستيال وژل شوی دی.

د امريکا متحده ایالات وايي، چې دغه سړی فدیل احمد الحیالي نومېده او د حاجي موتاز په نوم مشهور و.

له دې وړاندې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي د وژلو په باب هم راپورونه خپاره شول، خو وروسته بیا د معتبرو رسمي سرچينو له لوري د عکس العمل په باب څه ونه ویل شول.

یاده دې وي، چې امريکا له دې وړاندې ادعا کړې وه، چې د ابوبکر البغدادي مشر مرستیال فدیل احمد يې هم وژلی دی.

احمد الحیالي په عراق او شام کې د داعش ډلې د عملياتو تنظيمونکی و.

داعش هغه خطرناکه تروریستي ډله ده، چې په دې وروستيو کې يې ترهګریز فعاليتونو نږدې ټوله نړۍ کې ويره او ترهه رامنځ ته کړې.

دغې ډلې په افغانستان کې هم خپلو فعاليتونو ته زور ورکړی، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د فعاليتونو راپورونه خپريږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام