پوتین: د سیمه ییز وضعیت له ښه والي پرته د ترهګرۍ پر ضد جګړه نا ممکنه ده

د روسیې هېواد ولسمشر ولادي مير پوتين ویلي دي، چې د ځېنو عربي هېوادونو امنیت او ثبات د ترهګرۍ له امله له  ستر ګواښ سره مخ دی.

پوتین وايي، چې د ترهګریزو برېدونو له امله سلګونه زره ولسي وګړي اغیزمن شوي او سخت دریځو یې تاريخي او فرهنګي قیمتي اساست له منځه وړي دي.

د یکشنبې پر ورځ د دغه هېواد د ولسمشرۍ مانۍ په وېب پاڼه کې د پوتين له خولې نقل شوي وو، چې د سیمه ییزو همکاريو پرته د ترهګرۍ پر ضد جګړه اغېزمنه نه ده.

پوتين ويلي دي، چې سیمه ییزو ستونزو ته باید د خبرو اترو له لارې حل يپدا شي او د نړیوالو قوانینو په پام کې نیولو سره ژر تر ژره د لیبیا، سوریې او یمن هېوادونو شخړو ته د پای ټکی کېښودل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام