روسیې یو ځل بیا نړۍ ته خپل ځواک ښکاره کړ

روسیه په خپل بې سارې پوځي پريډ (جشن) کې یو ډول نوې لرې واټن ویشتونکي پوځي الوتکې نندارې ته وړاندې کړې، چې دغه الوتکې يواځې د ۷ ساعتونو په موده کې کولای شي د نړۍ هر کونج ته په زرګونه پوځيان، په لسګونو ټانکونه او نورې پوځي وسلې ولېږدوي.

روسیه د لرې واټن ویشتونکو او درنو وسلو د ليږد د الوتکو په ښودلو سره د نړۍ پياوړو هېوادونو ته دا و ښودله، چې روسیه د پوځي تجهيزاتو او وسايلو له کبله د پخوا په پرتله ډېره پياوړې شوې.

روسيه دغه پوځي پرېډ په دویمې نړيوالې جګړې کې جرمني ته د ماتې ورکولو ۷۰ مې کليزې د لمانځلو پر مهال ترسره کړ.

د یاد هېواد په پلازمېنه مسکو کې په زرګونو پوځيانو او نوي زغره وال موټرو په دې پرېډ کې برخه اخیستې وه، چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ۲۰ مشرانو هم په دې مراسمو کې ګډون کړی و.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مراسمو په پېل کې خبرداری ورکړ، چې  په تېرو څو کلونو کې نړېواله همکاري په خطر کې اچول شوې ده.

همدارنګه نوموړي په دویمه نړيواله جګړه کې د روسيې د سرښندنو او قربانيو ستاينه وکړه او د جګړې په ګټلو کې یې د بريټانيا، فرانسې او امريکا هېوادونو  له همکاريو مننه وکړه.

په دې پرېډ کې روسيې خپل نوي پوځي وسايل، چې يو يې ارماتا ټي ۱۴ ټانګ، چې په ريموټ اداره کېږي نندارې ته وړاندې کړ.

د چين  او هندوستان ولسمشرانو په ګډون د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون د هغو شلو مشرانو په ډله کې وو، چې په دغه پوځي پرېډ کې يې ګډون کړی و.

راپورونه وايي، چې د روسيې له خوا په دغه جشن کې داسې نوي نورې بار وړونکې تېز تګې الوتکې هم نندارې ته وړاندې شوې ، چې ۴۰۰ ټنه وزن له ځانه سره ليږدوي او په یو ساعت کې ۲ زره کيلومټره واټن وهي.

د روسیې دجنګي وسلو د تولید کمېسيون ویلي دي، چې دغه الوتکه په ۷ ساعتونو کې دنړۍ هرې برخې ته ځان رسولی شي او تر ۷ زره کیلومټره پرواز په اسانۍ سره ترسره کولی شي.

ښايي په دې بې سارې پوځي پريډ سره روسيه وغواړي د نړۍ پياوړو هېوادونو ته دا پېغام ورکړي، چې روسیه اوس د سيمې د پياوړي هېواد په توګه نه؛ بلکې د نړۍ یو پياوړی هېواد دی.

روسیه د افغانستان د جنګ څخه مخکې د نړۍ ځواکمن هېواد په توګه پېژندل کېده، خو دافغان جګړې پر مهال او د اقتصادي ستونزو له امله  د روسيې پوځي ملا ور ماته شوه او په دغه هېواد کې يې ډېر زيات پوځي تجهيزات زيانمن شول.

اوس مهال د نظامي تجهيزاتو او سياسي اهدافو له مخې په نړۍ کې د روسيې تر ټولو لوی رقیب د امريکا متحده ایالات بلل کيږي؛ ځکه په سيمه او نړۍ کې د دغو ۲ هېوادونو ګټې په تضاد کې وي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام