
د کاناډا د سویلي ښار ساسکاچوان کې د برید له امله د لالوچه ښوونځي پنځه ټنه زده کوونکي ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان شول.
برید د تېرې جمعې ( جنوري په ۲۲مه) ورځې له ماسپښین وروسته رامنځته شوه.
دغه برید په داسې حال کې شوې، چې شاوخوا ۲۷ کاله پخوا په دغه هېواد کې د پوهنتون ۱۴ تنه زده کړیالان په یو برید کې وژل شوي وو.
د سي بي سي تلوېزیون د راپور له مخې دغه برید د لا لوچه په نوم حکومتي ښوونځي کې رامنځته شوې دی.
د لالوچه ښوونځي ټولټال ۹۰۰ زده کوونکي لري، چې عمرونه یې له ۱۲ تر ۱۸ کلونو پورې دي او د ښوونځي زده کوونکي کاناډايي تبعه دي.
د کاناډا لومړي وزیر جاسټین تروډو په تلوېزیوني وینا کې ویلي دي، چې پر ښوونځي د ډزو کولو پېښې په تړاو یې یو تن بریدګر نیولی دی.
د لالوچه ښاروال تروډو کوین جنیوري د دغه برید په اړه ویلي دي، چې: "زه په کره ډول نه پوهېږم کوم څه د دغه برید لامل و، خو تاوتریخوالی له کوره پیل شوی او پر ښوونځي په ډزو کولو سره پای ته رسېدلی."

د روغتون ډاکټرانو د ټپیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
د لالوچه ښوونځي سر ښوونکی اماکیون جنویر وايي، ۲۳ کلنه لور یې چې په دغه ښوونځي کې درس ورکولو په برید کې وژل شوې ده.
تر اوسه پورې د بریدګرو د هویت په اړه زیات جزیات نه دي شریک شوي.
ډیلي میل ورځپاڼې لیکلي دي، چې د لالوچه په ښوونځي کې د تاوتریخوالي پیل له ۲۰۱۴ کال څخه شوی، هغه مهال چې یو زده کوونکي د چړې په وسیله په استاد برید کړی و.
په کاناډا کې د وسلو په لېږدولو او پلورلو سخت بندیز لګول شوی.
د دغه هېواد سویلي ګاونډي امریکا متحده ایالاتو په پرتله په کاناډا کې وسله وال بریدونه او یا ډزې کولو پېښې کمې رامنځته شوي دي.





