د منظور پښتون د نیولو پر وړاندې غبرګونونه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي وايي، پاکستاني پولیسو بېګاه دوه بجې د دغه غورځنګ مشر منظور پښتون له څو نورو ملګرو سره نیولی دی.

د منظور پښتون له نیول کېدو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غړیو ترڅنګ، په پاکستان او افغانستان کې د اسلام‌اباد د دغه اقدام پر وړاندې ګڼ غبرګونونه راپورته شوي او د نوموړي د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

د دغه غورځنګ یوه مخکښ غړي محسن داوړ پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، پاکستان هڅه کوي چې په دا ډول اقداماتو سره د دوی د حق غوښتنې مبارزه تته کړي، خو په وینا یې، دا کار دوی ته لا ډېره انرژي وربښې او هېڅکله به هم له خپلې مبارزې پر شا نه شي.

د یادونې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو نن په اسلام‌اباد کې خبري غونډه وربللې وه او د پاکستاني پولیسو د دغه کار د غندنې ترڅنګ یې پر حکومت غږ وکړ چې ژر تر ژره یې مشر او د هغه نور ملګري خوشې کړي، که‌نه پر وړاندې به یې پراخو اعتراضونو ته مخه کړي.

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني حکومت نه غوښتي چې ژر تر ژره او له کوم قیدوشرط پرته منظور پښتون خوشې کړي.

ولسمشر محمداشرف غني هم د بشري حقونو د فعالینو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک اقدامات د هېچا په خیر نه دي بللي او د منظور پښتون د خوشې کولو په برخه کې یې د بښنې نړیوال سازمان د دریځ ملاتړ کړی دی.

بله‌خوا منظور پښتون هم په یوه ویډیو کې د خپل قوم او خلکو لپاره بندي کېدل او په لاسونو کې یې د زولنو ور اچول عزت بللی او له خپلو پلویانو نه یې مننه کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له هغه وروسته چې پاکستاني پولیسو د نقیب مسید په نوم یو پښتون ځوان په کراچۍ کې وواژه، جوړ او له هغه مهاله تراوسه یې د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې یې د پاکستان پر وړاندې سترې غونډې جوړې کړي او پر حکومت یې تور پورې کړی چې په خیبر پښتونخوا کې پر پښتنو ډول ډول ظلمونه کوي، وژني او تري‌تم کوي یې او خپل حقونه یې هم نه ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام