په پاریس کې د خونړيو بریدونو له ۱۲۰ زیات کسان وژل شوي

د فرانسې په پلازمينه پاریس کې د تېرې شپې خونړيو بريدونو له امله له ۱۲۰ تنو زیات وژل شوي او  ۲۰۰ نور ټپيان دي.

راپورونه وايي، تېره شپه د فرانسې پلازمينه پاریس د اوو بريدونو شاهد و، چې په کې دوې ځانمرګي بریدونه او په شپږو نورو کې بیا توغندیز بريدونه وشول.

اوسمهال پولیس د بتکلان کنسرت هغه تالار ته ورننوتي، چې یو شمېر کسان په کې یرغمل شوي وو.

همدارنګه داسې هم ویل کيږي، چې لږ تر لږه دوه بریدګر په ډزو وژل شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ لومړی د دغې پېښې وړاندې یاد تالار ته ور څېرمه خوړنځي کې یوه وسله وال سړي لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د کابینې بېړنۍ غونډه هم وربللې ده.

له بل لوري د پاریس ښاروال پر عامو خلکو غږ کړی، چې له کورونو و نه وځي.

اخوا د فرانسې هېواد ملي لوبغالي سره هم ګڼې چاودنې شوې دي.

له دغو خونړيو بريدونو وروسته د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په ټوله فرانسه کې بېړنی حالت اعلان او د خپل هېواد د پولو د تړلو امر يې هم صادر کړی.

نوموړي په خپل ټلویزيوني وینا کې دغه برید په کلکو ټکو وغنده او و يې ویل، چې ولس د دغو ترهګرو پر ضد په خپل وحدت ټينګ ولاړ دی.

د ویلو ده، چې ولسمشر فرانسوا اولاند د فرانسې او جرمني ترمنځ د فوټبال د سیالۍ ننداره کوله، چې ملي لوبغالي ته څېرمه د چاودنو او ډزو غږونه واورېدل شول.

له بل لوري د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د دغو بريدونو په غبرګون کې ویلي، چې د فرانسې په پاریس کې ځانمرګي بريدونه او نور بريدونه د ولسي وګړو د وېرولو په موخه یوه ظالمانه کړنه ده.

هغه له فرانسې سره د هر راز مرستې د کولو ژمنه هم  وکړه.

همدارنګه د برتانیې لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون او د جرمني لومړي وزیرې انګېلا مېرکل دواړو ویلي، چې د پاریس دې پېښې ټکان ورکړی او ژمنې یې کړي، چې هېوادونه يې په دې تړاو له فرانسې سره هر ډول مرستو ته چمتو دي.

وسله وال شاوخوا ۱۵۰۰ تنه هم یرغمل کړي و.

وروسته بیا پولیس دغه کسان له ترهګرو څخه خلاص کړل، چې له امله يې ۱۰۰ تنه عام وګړي د ۵ بریدګرو سره يوځای ووژل شول.

یاده دې وي، چې په فرانسه کې دا لومړی ځانمرګی برید دی، چې ترسره کيږي او په اروپا کې د ۲۰۰۴م ز کال څخه وروسته په اروپا کې په یو ميټرو کې له بمي چاودنې وروسته دا لومړنی خونړی برید هم بلل کيږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام