سخت دریځه وسله والې ډلې داعش ويلي دي چې جینکۍ باید په ۹ کلنۍ کې واده شي او د ۱۶ کلنې یا ۱۷ کلنۍ کې بايد کورنۍ دهغوي په زور واده وکړي.
د اسلامي دولت وسله والې ډلې، ښځينه نظامي فرقې د مېرمنو او جونو له پاره یو لارښود خپور کړی چې په کې ویل شوي، د ښځو له پاره د کور په څلور دیوالونو کې ژوند غوره دی او له هغه ځایه د ټولنې د پرمختګ له پاره کار کولی شي.
د الخنسه نظامي فرقې په دغه لار ښود کې کورنيو ته سپارښتنه شوې چې په ۹ کلنۍ کې دجونو واده وکړي، دوی زیاتوي، په ۱۶ کلنۍ یا ۱۷ کلنۍ کې په زور واده وشي.
نیویارک ټایمز په خپل راپور کې د داعش دښځينه نظامي فرقې ددې لارښود جزیات په ډاګه کړي چې په کې راغلي؛ له واده وروسته مېرمنې باید د کور دننه د يو مور په څېر ژوند وکړي.
الخنسه دمېرمنو نظامي فرقه دا هم وايي چې مېرمنې دې له سېنګاره ځان وساتي.
په دې راپور کې راغلي چې لویديځ مېرمنې د ساعت تېري دیوې وسیلې په توګه کاروي او مېرمنې نه باید دهغوي ددې کار برخه شي.
د اسلامي تاريخ له مخې په کم عمر کې دجونو د واده پېښه تر ټولو زیاته د اسلام د لومړي خلیفه ابوبکر صدیق لور عایشه یادول کيږي، چې په ۹ کلنۍ کې حضرت محمد ص ته واده شوه.
په داسې حال کې د اسلام د پیغمبر دخپلې لور فاطمې نکاح د حضرت علي رض سره په ۱۸ کلنۍ کې ښودل کيږي.
د داعش ډلې یو شمېر حرکتونه د اسلامي هیوادونو سترو دیني عالمانو رد کړي او هغه یې اسلام کې تحریف بللی دی.





