نتن یاهو: که ایران اټومي وسله پېدا کړي، نو له داعش نه به زر ځلې خطرناک وي

د اسرایل صدر اعظم بنیامین نتن یاهو د ایران پر وروستيو کړنو سخته نيوکه کوي او وايي، چې په دې وروستيو کې ایران غواړي اټومي طاقت لرونکی هېواد وي.

هغه زیاتوي، که چېرې ایران اټومې وسلې ته لاس رسی پېدا کړي، نو دا به د نړۍ له پاره د داعش له ډلې زر وارې خطرناک او تباه کوونکی وي.

د اسرايلو صدر اعظم په داسې حال کې داسې وينا کوي، چې په پام کې ده د روان کال د جون میاشتې په ۳۰ مه نېټه د ایران له پاره د ضرب الاجل ختمېدو څخه مخکې ایراني چارواکي او د نړۍ اټومي قدرتونه سره خبرې اترې وکړي.

په دغه غونډه کې به د اټومي وسلو تخنيکي وګړي هم ګډون وکړي.

د اسوشېتېد پرس خبري اژانس په حواله، نتن یاهو د نړۍ (۵+۱) هېوادونو له معاملې سخته اندېښنه وښوده او زياته يې کړه، چې د نړۍ طاقتور هېوادونه په ښه لور نه درومي.

هغه وايي، چې د نړېوالو طاقت لرونکو هېوادونو په بېړه پريکړه به نه يواځې دا، چې د نړۍ د بربادولو له پاره ایران اټوم بم جوړولو ته پريږدي بلکې د اسرایل په ګډون به په منځني ختيځ عربي هېوادونو کې د سختو وينو تويلو لامل شي.

یاده دې وي، چې د اسرایل صدر اعظم د امريکا، بريتانیا، فرانسې، چين، روس، جرمني او ایران هېوادونو پر کېدونکي معاملې سخت مخالف دی.

دغه معامله به د ایران او (پنځه جمع یو) هېوادونو ترمنځ د راتلونکي کال د اپريل په دويمه نېټه وشي.

اسوشېتېد خبري اژانس کاږي، نتن یاهو زياته کړې، چې له داعش سره د مقابلې له پاره نه باید په زرګونه میلیونه ډالره و لګول شي که همدغه پېسې د ایران د اټومي بم د جوړولو پر ضد مصرف شي، نو دا به د نړۍ د سولې له پاره يو نیک اقدام وي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام