.jpg)
د لومړي ځل له پاره د جنګي جنایتونو نړېواله محکمه (آې، سي، سي) د القاعدې شبکې اړوند یو جهادي د تاریخي او فرهنګي اثارو د نابودولو په تور د محاکمې میز ته کش کړ.
په ۲۰۱۲ م ز کال کې احمد الفقي المهدي د القاعده شبکې د قدرت پرمهال د " دیوان اخلاقیات " په نوم د افریقايي مالي هېواد په تیمبوکتو ښار کې پر دنده ګومارل کيږي.
هغه د خپل قدرت پر مهال د مالي هېواد صوفي فرقې پورې اړوند لس تاریخي ساختمانونه ویجاړوي.
نوموړی د دې سربېره ۴ زره خطي نسخې له منځه وړي او په تیمبوکتو کې د ښځو پر ضد ځينې قوانین جوړوي.
.jpg)
د تیمبوکتو تاریخي ښار د صوفي ۳۳۳ ښار په نوم هم یاديږي په ۲۰۱۳م ز کال کې د فرانسوي ځواکونو په مداخله د القاعده شبکې له ولکې ویستل کيږي.
فقي المهدي هم د مالي هېواد څخه بهر د پولیسو له لوري نيول کيږي او اوسمهال په هالنډ هېواد کې د تورو تمبو شاته شپې سبا کوي.
د ویلو ده، چې د جنګي جنایتونو نړېواله محکمه په هالنډ هېواد کې دی او دغه محکمه د نسل وژنو، جنګي جنایتونو او بشر ضد نورو خطرناکو قضیو د تحقیق او څيړنې صلاحیت لري.
یاده دې وي، چې فقي محکمه به ۶۰ ورځې دوام وکړي، ترڅو پر ده د ټولو فرهنګي اثارو د ورانولو اسناد په اثبات ورسیږي.





