پرتګال کې اور لګېدنې ۴۳ تنه وژلي

د پرتګال مرکزي ځنګلونو له تېرې ورځې راهیسې اور اخیستی دی او له کبله یې ۴۳ تنه وژل شوي دي.

په ځنګلونو کې لا هم اوربل دی او د پېښې زیاتره قربانیان هغه موتر چلوونکي دي، چې له ځنګل سره نږدې د سړک پر سر بند پاتې شوي وو.

دا پېښه په پرتګال کې په وروستیو څو لسیزو کې بې سارې ښودل شوې ده.

دغه اور د پدروګائوګراند غرونو کې بل شوی، چې د باد شدت له امله په چټکۍ خپور شوی دی.

د پېښې له امله ۲ تنه تریتم شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام