د پاکستان سترې محکمې د نواز شریف، د هغه د لور او زوم د بند سزا وځنډوله

د اسلام‌اباد سترې محکمې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف، د هغه د لور مریم نواز او زوم کپټن صفدر سزا ځنډولې ده.

د دې هېواد د احتساب محکمې څو میاشتې وړاندې نواز شریف په ۱۰ کاله، مریم نواز په ۷ کاله او کپټن صفدر په یوه کال بند محکوم کړي وو.

د دې محکمې د پرېکړې له مخې نواز شریف، لور او زوم یې د روان کال جولای میاشتې په ۱۳مه له برېټانیا تر راستنېدو وروسته، د راولپنډۍ بندخونې ته لېږدول شوي وو.

خو د یادو کسانو وکیلانو د اسلام‌اباد ستره محکمه کې د هغوی له‌پاره د استېناف غوښتنه کړې وه.

د پاکستان د محکمو له پرېکړو داسې ښکاري چې د نواز شریف په اړه د پاکستان احتسابي محکمې پرېکړه، له سیاسته، په ځانګړي ډول د دې هېواد له وروستیو ټاکنو چې عمران‌خان په‌کې د پاکستان لومړی وزیر شو، لرې ساتلو له‌پاره شوې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام