د ترکیې په استانبول ښار کې چاودنو ۲۹ تنه وژلي

د ترکیې په استانبول ښار کې تېره شپه د بشیک تاش او بورساسپور لوبډلو تر سیالۍ وروسته له لوبغالي د باندې په دوو بېلابېلو چاودنو کې ۲۹ ووژل شول او ۱۶۶ تنه ټپيان شول.

ترکي چارواکو د چاودنو څرنګوالي په اړه ویلي، چې لومړی موټر بم ته چاودنه ورکول شوې او ورپسې یو ځانمرګی برید شوی دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وویل، لومړۍ چاودنه له لوبغالي بهر په پولیسو شوې او ۲۷ تنه پولیس په کې وژل شوي دي.

سلیمان سویلو وايي، چې د ۱۶۶ ټپیان له ډلې ۲۹ تنه له روغتونونو بېرته خپلو کورونو ته رخصت شوي او ۲۷ تنه د سختو ټپونو له امله په روغتونو کې تر عملیات لاندې دي.

په ورته وخت کې رجب طیب اردوغان ویلي، دا یو ترهګریز برید و، چې ولسي خلک او پولیس په کې ووژل شول.

اردغان وویل، چې پولیسو د شويو چاودنو په تړاو ۱۰ شکمن کسان نیولي دي.

تراوسه پورې هېڅ کومې وسله والو ډلې یا سازما په ترکیه کې د شویو چادنو مسوولیت نه دی اخیستی.

په دې وروستیو میاشتو کې د ترکیې په لویو ښارونو کې دا ډول چاودنې زیات شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام