وروسته له ۱۲ کلونو ایران او هندوستان یوځل بیا د چابهار بندر موضوع پورته کړه او دواړه هېوادونه سره سلا شول، چې باید د دغه بندر له لارې تجارتي مالونو ليږد را ليږد وکړي.
د دغه بندر له لارې به هندوستان او ایران وکولای شي، چې خپل تجارتي مالونه اسیایي هېوادونو ته وليږدوي.
ایران او هندوستان يوځل په ۲۰۰۳ م زېږديز کال کې د چابهار تجارتي بندر پر جوړولو موافقې ته رسېدلي وو، خو کله چې هماغه مهال د امريکا متحده ایالاتو له لوري پر ایران اقتصادي بنديزونه وضع شول، نو د هندوستان او ایران ترمنځ دغه موضوع هم په ځوړند حالت کې پاتې شوه، ځکه هندوستان د امريکا د متحدینو په ډله کې شمېرل کيږي.
شاوخوا دوې میاشتې وړاندې چين له پاکستان سره ۴۶ ميليارډو ډالرو په ارزښت يوه اقتصادي تړون لاسلیک کړ، چې په دغه لګښت به د پاکستان او چين ترمنځ د ګازو، تېلو او نورو توکو د ليږد له پاره يو اقتصادي دهليز جوړ شي.
داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې اوس په دې اړه د اقتصادي توازن د ساتلو په موخه هندوستان مجبور شوی، چې د خپل متحد هېواد امريکا د اصولو پرخلاف له ایران سره دغه پريکړه بیا تازه کړي.
د رويټرز خبري اژانس د هندوستان لوړ پوړو چارواکو له خولې راپور ورکوي، چې د دغې هوکړې له پاره به هندي چارواکي د يو ورځني سفر له پاره ایران ته لاړ شي.
یاده دې وي، چې د امريکا متحده ایالات ويلي، ترڅو چې د ایران سره وروستۍ پريکړې ته نه وي رسېدلي، نو پر ایران به یې اقتصادي تحريمونه دوام ولري او ليدل کيږي، چې امريکا تر اوسه د ایران سره وروستۍ پريکړې ته هم نه ده رسېدلې.
هندي چارواکو زیاته کړې، چې هېواد يې نه غواړي دغه طلايي فرصت له لاسه ورکړي.
د چابهار بندر اقتصادي ګټې افغانستان ته هم رسيږي، ځکه د دغه بندر په وسيله به افغانستان له هندوستان سره ترانزيتي لاره پېدا کړي.
له دې وړاندې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت راپور ورکړی و، چې په نږدې راتلونکې کې ایران، افغانستان او هند به په دې اړه یو درې اړخیز تړون هم لاسلیک کړي.
د دغه وزارت ویاند شکيب مستغتي ويلي و، چې له هند سره د چابهار بندر له لارې د افغانستان نښلیدل د پام وړ ګټې لري او د هند او افغانستان ترمنځ به سوداګري هم پراخه کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند په وينا، په نږدې راتلونکې کې به له دې بندر څخه د افغان سوداګرو د استفادې په اړه د افغانستان، ایران او هند هېوادونو ترمنځ یو درې اړخیز تړون لاسلیک شي.
مستغني دا هم ويلي و، چې افغان حکومت د دې تړون مسوده تایید کړې او اوس یې د مطالعې لپاره هندي چارواکو ته لیږلې ده.
چابهار د ایران جمهوري دولت یو سمندري بندر دی، چې افغان سوداګرو ته د فعالیت له پاره په کې نږدې ۲ کاله وړاندې د یاد هېواد له لوري ۵۰ هکټاره ځمکه هم ورکړل شوه.
د راپورونو له مخې دا مهال افغان سوداګر له هند سره سوداګریزه راکړه ورکړه تر ډیره د واهګه بندر او بندرعباس له لارې کوي.
کراچۍ او واهګه د پاکستان له هغو بندرونو څخه ګڼل کیږي، چې د افغان سوداګرو په وینا دوی تل په کې له ستونزو سره مخ وي او د دوی وارداتي او صادراتي توکي يې په بېلابېلو پلمو محدود کړي دي.





