ایټالوي کشیش او کیهان پېژندوکي "جوردانو برونو" د ۱۶مې پېړۍ په لومړیو کې وویل، چې په نورو ستورو کې هم حیات شته او موږ د ژوند په دې نړۍ کې یواځې نه یو.
کاتولیک کلیسا نوموړی په کفر تورن کړ او ژوندی یې وسوځاوه.
د ۴۰۰ کلونو له را په دې خوا فضایي او ځمکنیو تلسکوبونو سلګونه لویې او کوچنۍ سیارې د شیري لارې په کهکشان کې د نورو سیاریو په چاپېره او له هغه نه بهر موندلي دي.
نن ورځ زموږ انځوریز او غږیز (صوتي او تصویري) امواج له نوري سرعت سره د ستورو په منځ کې په اهتزاز دي ښايي، چې په نورو سیارو کې ژوندي موجودات موجود وي او هغوي له کلونو راهیسې یې زموږ دغه موجونه موندلي وي او دې حقیقت ته رسېدلي وي، چې موږ د ځمکې په کوچنۍ خاورینې نړۍ کې ژوند کوو.
که څه هم موږ انسانان تر اوسه پورې په دې نه یو توانېدلي، چې د نورو سیارو پر مخ او له شمسي منظومې د باندې ژوندي موجودات پېدا کړو.
ښايي چې فضايي موجوداتو زموږ غږیز او انځور موجونه موندلي وي، خو خبره داده، چې دوی په فني لحاظ د انسانانو په اندازه پرمختللي نه وي، چې له موږ سره اړیکه ونیسي.
که چېرې په یوې بلې سیارې کې داسې ژوندي سري وي، چې د فناورۍ له اړخه له موږ نه په سلګونه او یا زرګونه کلونه پرمختللي وي، سره له دې زرګونه کلونه وخت به ونیسي، چې د دوی پیغام موږ ته راورسیږي.
اوس پوښتنه داده، چې د کوم دلیل له مخې دومره باوري خبره کوو، چې په فضا کې ژوندي موجودات شته دي؟
په ۱۹۶۰ زېږدیز کال کې امریکايي ستوری پېژندونکی او د ستورو فزیک پوه فرانک دریک د فضايي ژوندیو موجوداتو موندنې لپاره لیواله و، د دې کار لپاره یې یوه معادله طرحه کړه، چې نن دا معادله د "دریک" معادلې په نوم یادیږي.
د یادې معادلې پارامترونه تخمیني دي او هر څوک کولای شي د خپلې شخصي اندازې او شمېرنې پر اساس بدلون ورکړي.
د دې لپاره، چې په دې پو شو، چې د شیري لارې په کهکشان کې څومره سیارې موجودې دي، نو اړینه ده، چې د معادلې ټولې برخې تعریف کړو.
د دریک معادله: N=R․×Fp ×Ne ×Fl ×Fi ×Fc × L
په دې معادله کې د N توری د فضايي تمدونونو شمېر ښيي، او د دې توري د محاسبې له مخې فضايي تمدونو سره اړیکه نیولی شو.
د معادلې په پای کې د مثبتو او منفي تیوري او لوري د اندازې له مخې د فضايي تمدونو شمېر په ډاګه کیږي.
د R توری د شیري لارې په کهکشان کې د ستورو د پیدایښت یا تولد شمېر ښيي.
د محاسباتو پر بنسټ د شیري لارې کهکشان د عمر په اوږدو کې هر کال یو ستوری پیدا کیږي، خو د ناسا او د اروپا فضايي اژانس ایسا ادارې څېړنې ښيي، چې په یاد کهکشان کې هر کال ۷ ستوري پیداکیږي.
Fp- د هغو ستور کسر ده،چې د سیارې په چاپېره کې موجود دي.
وروستیو څېړنو ښودلې ده، چې د شیرلارې په کهکشان کې د هر ستوري په چاپېره کې یو او له هغه زیاتې سیارې موجودې دي.
Ne- په معادله کې دغه ټاکل شوي توري د ستورو کچې او په ستورو کې د ژوند کولو اړین شرایط څرګندونه کوي.
په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې ستورو پېژندونکو د کپلر فضايي تلسکوپ نه په ګټنې سره دا معلومه کړه، شونې ده، چې د شیري لارې په کهکشان کې ځمکې ته ورته ۴۰ میلیارده سیارې موجودې وي.
دغه سیارې د حیات په کمربند کې د لمریزو ستورو په چاپېره کې چورلي.
د اټکل له مخې له یاد شمېر سیارو نه ۱۱ میلیارده یې د لمریزو ستورو په چاپېره کې چورلي.
که د شیرلارې په کهکشان کې ۱۰۰ میلیارده ستوري موجود وي، نو د دې مطلب ښکارنديي کوي، چې په شیري لارې کهکشان کې ۰،۴ سلنه ځمکې ته ورته سیارې موجودې دي معنا یې دا ده،چې ۴ میلیارده ځمکې ته ورته سیارې د حیات په کمر بند کې د ستورو په چاپېره کې چورلي.
که چېرې دا ټولې سیارې د حیات په کمر بند کې و چورلي، نو د هغو کیمیاوي عناصرو د شمېر اټکل چې په سیاره کې د ژوند لامل شوي دي، خورا ګران کار دی.
خو له بل لوري څو ستوري پېژندوکي وايي، چې په شیري لارې کهکشان کې ۱۰ سلنه سیارې لرونکې منظومې د ژوند مناسب شرایط لري.
د دغو ستورو پېژندونکو د خبرو پر بنسټ دغه شمېر سیارې په خپل جوړښت کې وسپنه، کاربن او نور عناصر لري او له هغو سیارو نه چې وژونکي چاودنې په کې رامنځته کیږي په لرې واټن کې پرتې دي.
Fl- د معادلې په جوړښت کې د هغو سیارو میزان په ګوټه کوي، چې د ژوند لپاره اړین شرایط لري او د حیات لاملونو په کې رشت کړی وي؛ په دې معنا چې کله په یوې سیارې کې د ژوند کولو اړین چاپېریال رامنځته شي، نو د ژوند یو موجوداتو پیدایښت یوه ساده پروسه ده، چې په یوې سیارې کې رامنځته کیږي.
Fi – توري د هغو سیارو میزان ښودونکي دي، چې د حیات په کې موجود وي او د ژوندیو موجوداتو د ځیرکتیا کچه په ګوته کوي.
په دې اړه د ستورو پېژندوکو ترمنڅ اختلاف موجود دی، یو شمېر پوهان د ارنست په ګډون وايي، چې د ځمکې پر سره د میلیونونو ژوندیو موجوداتو له شمېر نه یواځې یو حیوان یې د کاملې هوښتیا مرحلې ته رسېدلی دی.
خو د مثبتې نظرې پوهان وايي، چې دا کار د سیارې د حیات په شرایطو پورې اړه لري.
Fc – د هغو فضايي تمدونونو میزان څرګندوي، چې مدرن وسایل یې جوړ کړي دي او فضا ته د سیګنالونو د لیږد او د هغوی د جذب وړتیا ولري.
د بېلګې په توګه موږ انسانانو تر اوسه پورې په فضا کې له نورو تمدونو سره د اړیکو نیول لپاره ځانکړې هڅې نه دي کړي، سره له دې چې له ځمکې نه یو شمېر انځوریز او غږیز پیغامونه فضا ته لیږلي دي او د ویجر۱ او ۲ سپوږمکۍ د نورو سیارو په لور په حرکت کې دي، خو لاهم داسې مشخص ادرسونه نه لرو، چې خپل پیغامونه د نور فضايي تمدونو ته ورسوو.
په بل عبارت سره زموږ پیغامونه یواځې د یو شمېر محدودو ستور په لور د حرکت کې دي.
دا څرګنده خبره ده، چې له موږ نه وروسته نسلونه لا زیاته پیاوړې ټکنالوژي په واک کې ولري او دغه چاره د دې لامل کیږي، چې له نورو فضايي تمدونو سره اړیکې ونیسي او زمو په نسبت ډېر کار وکړي.
د L توري له ځمکې نه نورو فضايي تمدونونو ته او یا له هغه ځایه بېر ته د ځمکې په لور د سیګنالونو د راتلو او د جذب وخت ښيي.
تر اوسه پورې په نړې کې په سلګونو تمدونه ویجاړ شول، خو د فناورۍ وسایل پېړۍ او کال تر بلې د پرمختګ په حال کې و او دي.
اوسۍ نړۍ دې مرحلې ته رسېدلې ده، چې د ځمکې له سطحې نه د جذب وړ سیګنالونه نورو فضايي تمدونو ته د لیږد وړتیا لري.
نړیوال تمدونو نه داسې مرحلې ته رسېدلي دي، چې هیڅ ډول ګواښ نه شي کولای، چې دغه تمدونونه ویجاړ کړي دغه تمدونو نه به میلیاردو کلونه پایښت وکړي.
دې مرحلو او فورمول ته په کتو سره ویلی شو، چې په شیري لارې کهکشان کې زیات تمدونو نه د بشپړوالي مرحلې ته رسېدلي دي.
د شننې پایله دا ده، چې انسانان په دې بریالي شوي دي، چې له طبیعي ګوښونو نه تېر شو؛ د ټکنالوژۍ او ورځنۍ فناورۍ په مرسته په ۱، ۲ او درېیم تمدن بدل شو، چې اوس مهال د تمدن په ۰ برخه کې موجود یو.
همدا ډول د ۱ نمبر تمدن په لور د حرکت په حال کې یو، د میچو کاکو پر وینا په ۲۱۰۰ زېږدیز کال کې به په ۱ درجه تمدن ته رسو او د سیاروي تمدن خاوندان به شو او طبیعت تر خپل واک لاندې راولو.





