کریسټیانو رونالډو د یونان یوه جزیره په ډالۍ کې ورکړه

د فوټبال نړۍ مشهوره پرتګالي فوټبالر کریسټیانو رونالډو ددوستۍ یو ستر مثال قایم کړ.

د هسپانیې تر ټولو مخکښ فوټبال لوبډلې غړی ریال ماډریډ له پاره لوبه کوونکي کریسټیانو رونالډو خپل ایجنټ ته د هغه د واده ترټولو ستره ډالۍ ورکړه.

رسنۍ وایي، چې رونالډو خپل ایجنټ ته د واده په ډالۍ کې د یونان یوه جزیره جې نوم یی ندې اخیستل شوې په نوم کړې ده، چې سلګونه زره ډالرارزښت لري.

ویل کیږي، چې اوسمهال د یونان نیږدې ۱۲ جزیرې خرڅلاو ته وړاندې شوي دي، چې هره یوه جزیره شاوخوا ۳ میلیونه یورو قیمت لري.

د کریسټیانو رونالډو ایجنټ جارج مینډیس تیره ورځ خپلې ملګرې سینډرا سره په پرتګال کې واده وکړ.

دواړه مینډیس او سینډرا له ۲۰۰۵ م ز کال راهیسې مینه او دوستي لري چې دواده وړاندې یې ۳ بچې هم پیدا شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې جارج مینډیس یو وخت دپرتګالۍ فوټبال ملي لوبډلې لپاره په برید لیکه کې لوبیده، خو په ۲۰۰۳ کال کې یی د رونالډو د ایجنټ په توګه کار پیل کړ.

نوموړې اوسمهال ۴۹ کاله عمر لري او د فوټبال نړۍ یو ترټولو کامیابه ایجنټ شمیرل کیږي.

مینډیس په خپل وخت کې د فوټبال نړۍ بهترینه لوبغاړې شمیرل کیده چې د ۲۰۰۹ کال پورې په اولډ ټریفیډ فوټبال کلب له پاره په انګلستان کې لوبېده.

جارج مینډیس د مشهوره فوټبالر رونالډو ترټولو نیږدې دوست شمیرل کیږي، چې تراوسه ورسره کار کوي.

رونالډو د فوټبال نړۍ یو شتمن لوبغاړې شمیرل کیږي، چې ۳ ځلې یی د فوټبال نړۍ غوره فوټبالر جایزه ګټلې ده.

رسنۍ زیاتوي، چې کریسټیانو رونالډو د مینډیس په واده کې برخه اخیستې وه او دغه واده ته ې ځانګړی خوند او رنګ ورکړی وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام