
د هندوستان فضايي څېړنو سازمان په خپل بشپړ لګښت فضا ته سپوږمکۍ توغولې، چې د نورو هېوادونو په ګډون افغانستان هم پهکې شامل دی.
دغه سپوږمکۍ نن سهار (می ۶مه) توغول شوې، چې فضا ته د توغولو په مراسمو کې ولسمشر غني هم د هندي مقاماتو سره د ویډيويي کنفرانس له لارې ګډون کړی و.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ددغې سپوږمکۍ د استولو په اړه هند او غړو هېوادونو ته مبارکي ورکړه.
دغه هېواد په خپل بشپړ لګښت د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا هېوادونو لهپاره د مخابراتو خدمتونو غوړولو په موخه دغه سپوږمکۍ فضا ته توغولې، چې په پاکستان په دغه مراسمو کې له ګډون کولو ډډه کړې ده.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې هم راغلي، چې غني دغه ګام د ګډې سیمهییزې همکارۍ لهپاره یو ستر ګام وباله.
پټه دې پاتې نه وي، چې د سپوږمکۍ استولو په دې کنفرانس د بنګلهدیش، بوتان، هند، افغانستان، مالدیف، سریلانکا او نیپال مشرانو ګډون درلود.

پر دغې سپوږمکۍ د هندوستان فضايي څېړنو مرکز (ISRO) درې کاله وخت ولګولو، چې بلاخره نن شنبې سهار د (GSLV) سیسټم لهخوا وتوغول شو.
دا سیسټم په توفاني موسومونو او نورو طبیعي افتونو کې هم د کار وړتیا لري.
د بانکوالۍ، ټلویزیوني خپرونو او الکترونیکي حکومتولۍ په برخو کې د مخابراتي ټکنالوژیکو خدمتونو د اسانتیاوو برابرول د دغې سپوږمکۍ له اهدافو بلل کيږي.
له بل لوري، د هندوستان صدر اعظم نریندرا مودي هم په خپله ټویټر پاڼه کې د دغې سپوږمکۍ د توغولو له امله خوښي څرګنده کړې او ویلي دي، چې د خپل هېواد پر ساینس پوهانو ویاړي.
د ویلو ده، چې د ۲۰۱۴ کال جنورۍ میاشتې وروستیو کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخواني وزیر امیرزي سنګین ویلي وو، افغانستان به د (۲۰۱۷ م میلادي کال فبرورۍ میاشت کې) د ځمکې په مدار کې د سپوږمکۍ څښتن شي.





