
د ناټو چارواکي وايي، چې دغه سازمان به په خپله کلنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر دوامدارې همکارۍ هوکړه وکړي.
د ناټو ملکي استازي اسماعیل ارامز زیاته کړه، چې دوی به خپل روزنیز او د ملاتړ ماموریت له ۲۰۱۶م ز کال څخه وروسته هم وغځوي.
هغه نن شنبه (جولای۲مه) په کابل کې د ناټو روزنیز ماموریت په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال زیاته کړه، چې د ناټو غړي هېوادونه به د افغان امنیتي ځواکونو او ادارو سره د ۲۰۲۰ م ز ژمنه وکړي او " موږ به هم د ناټو او افغانستان ترمنځ اوږدمهاله او دوامدار شراکت پياوړی کړو."
د ناټو دغه استازي ټینګار وکړ، چې د افغانستان سره کمک او همکاري د راکړې ورکړې پر بنسټ ترسره کيږي.
د هغه پر وينا، د ناټو غړي او ملګري هيوادونو له افغانستان څخه د خپلو مرستو په بدل کې د سياسي ثبات، فساد پر ضد مبارزه کې پرمختګ، د ټاکنو په نظام کې سمون او د بشري حقونو خونديتوب تمه لري.
هغه د ولسمشر اشرف غني له خوا په افغانستان کې د فساد پر ضد د نوي قضاي مرکز جوړولو ستاينه وکړه.
اسماعيل ارامز زياته کړه، چې د افغان ملي اردو او ملي پوليس په ليکو کې د ښځو د ونډې زياتول او د ماشومانو خونديتوب هم د ناټو مهمي غوښتنې دي.
د ده پر وينا، افغان چارواکي بايد دا خبره باوري کړي، چې امنيتي ځواکونه او ادارې له سياسي لاسوهونو څخه خوندي پاتې کيږي.

هغه د حکومت وسله والو مخالفینو سره د خبرو اترو پلوي وکړه او دا کار يې په افغانستان کې د ثبات له پاره مهم وباله.
ده وويل، چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد له خپلې روانې مبارزې تر څنګ کولای شي د حقاني شبکې او په پاکستان کې پټ طالب مشران پر ضد لا ډيرې هڅې وکړي.
د ناټو استازي وويل، چې داعش سيمي ته يو نوی ګواښ دی او افغان امنيتي ځواکونه يي په ميړانه مخه نيسي.
هغه يادونه وکړه، چې ۴۰ کاله وړاندې د افغانستان پوځ په نړۍ کې بې ساری ځواک ووؤ چې ۴۰۰ جنګي الوتکي يي درلودې.
د ده پر وينا ناټو هوډ لري، چې تر ۲۰۲۴ م ز کال پورې افغان ځواک بيا پر ځان بسيا کړي.
د ویلو ده، چې د ناټو کلنۍ سرمشريزه غونډه راتلونکې اوونۍ د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې جوړيږي.





