مسلمیار: امنيتي ځواکونه دې دښمن سر پورته کېدو ته پرې نه ږدي

د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي، چې د افغانستان ننګرهار ولایت په ځينو سيمو کې د داعش ډلې نفوذ د دوی سخت اندېښمن کړي دي.

د دغې جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وايي، چې افغان امنيتي ځواکونو ته پکار ده، څو د افغانانو دښمن سر پورته کولو ته پرې نه ږدي او هر چېرې، چې وي باید له منځه يې یوسي.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې که افغان حکومت دغې موضوع ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو د دوی سیاست به له سقوط سره مخ شي.

د دغې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې يو شمېر سناتورانو په بېلابېلو ولایتونو کې د نا امنیو د زیاتېدو او د داعش ډلې د فعالیتونو د ډېرېدو په اړه اندېښنې په ډاګه کړې.

سناتور لطف الله بابا وویل؛ همدا اوس د هېواد په کچه امنيتي وضعیت خراب دی.

هغه وايي، د ننګرهار له ۱۴ څخه تر ۱۵ ولسواليو پورې داعش ډله حضور لري.

د بابا په وینا، د داعش وسله وال د اورکزیو او د افریدیو د قوم څخه دي او د پاکستان څارګرې ادارې یا آې، ايس، آې له لوري تمویلوي.

لطف الله بابا زیاته کړه، چې دغه وسله وال د ​ خپلو کورنیو سره راغلي دي او په کوټ او چپرهار ولسوالیو کې په رڼا ورځ خلک اعداموي او مال یې غنیمتوي.

دا سناتور زیاتوي، چې که دولت ددې وسله والو ډلو مخه ونه نیسي، نو په نږدې ورځو کې به د ننګرهار ولایت نږدې ۱۵ ولسوالۍ سقوط شي.

د مشرانو جرګې دا غړی نیوکه کوي، چې اوسنی حکومت داخلي ستونزو ته د پام اړونې پر ځای د پاکستان سره په پټو معاملو بوخت دی.

نوموړي د جلال اباد ـ کابل لويې لارې په اړه وویل، چې دغه لاره په دې وروستيو کې نا امنه شوې او مسافرين په رڼا ورځ د وسله والو له لوري ښکته کيږي.

دغه راز د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلوق وویل، چې په شمالي او نورو ولایتونو کې ناامني ورځ تربلې زیاتیږي او دولت ورته پاملرنه نه کوي.

د قرلوق په وینا، تردې وړاندې په وار وارسره یې حکومتي چارواکو ته ویلي وو، چې که د کندوزامنیتي وضعیت ته پاملرنه و نه کړي، نو د چهاردرې ولسوالي به سقوط وکړي، چې اخر یې هم تیره ورځ یی سقوط وکړ.

سناتور قرلوق وايي، چې اوس هم د دې ولسوالۍ د غلام علي په تپه کې شا وخوا ۶۰ تنه ملي اردو اوملي پولیسوسرتیري کلابند دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د بدخشان د یمګان ولسوالۍ وروسته له دوو اونیو د وسله والو مخالفینو څخه بېرته ونیوله او د کندوزامنیتي چارواکو هم ویلي دي، چې د چهاردرې د ولسوالۍ د نیولو په اړه یې عملیات پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ د ملی شورا د دواړو خونو په عمومي غونډو کې په هیواد کې د نا امنیو د زیا تیدو په اړه اندیښنې په ډاګه کیږي او څو ځله په دې اړه اړوند چارواکي هم وربلل شوي دي او هغوی هم دامنیتي وضعیت د کابو کولو ډاډ ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام