د بغلان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو او ځنګل ساتنې مدیر محمد یونس ایماق سلام وطندار ته وویل، چې د پېستې د روان کال حاصلات نسبت تېر کال ته زیات شوي دي.
تېر کال د بغلان ولایت د زرګونو ټنو راټولو شویو پېستو د حاصلاتو عواید ۷۰ میلیونو افغانیو ته رسېدلي وو.
په دغو راټولو شویو حاصلاتو کې د ځنګل ساتنې کمېټې، باغداران او د بغلان ولایت د کروندګرو حاصلات هم شامل دي.
ښاغلي ایماق وايي، چې د بغلان د کرنې او مالدارۍ ریاست د ځنګل ساتنې د متخصصانو څېړنې ښيي، چې سږ کال به د پېستې حاصلات ۱۵۰۰ ټنو ته ورسېږي. له دې حاصلاتو نه په لاس راتلونکي عواید به نېږدې ۱۰۰ میلیونو افغانیو ته لوړ شي.
د ایماق په باور، ښه اقلیمي شرایط، پسرلني او ژمني بارانونه، د ځنګلونو د ساتنې او د محافظت د کمېټو جوړول، د ځنګلونو د پرې کولو څخه د مخنیوي او د پېستې د اهمیت په اړه ولس ته عامه پوهای د دې لامل شوي دي، چې سږ کال د بغلان د پېستو حاصلات زیات شي.
د بغلان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولان وايي، چې د جوزا په وروستیو ورځو کې د پېستو د راټولو بهیر پیلېږي او د سرطان تر پایه پورې دوام کوي.
په ورته وخت کې د بغلان ولایت د پېستې باغ لرونکي، د پېستې له سږنیو حاصلاتو خوښ دي او له حکومت نه غواړي، چې دوی ته د بهر لپاره د حاصلاتو د لېږد په پار مناسبې لارې چارې برابرې کړي. هغوی وايي، چې اوسمهال د مناسب بازار د نشتوالي امله د دوی حاصلات په ټیټه بیه پلورل کېږي.
د بغلان ولایت د پېستې یو شمېر سوداګر وايي، چې د کورنۍ پېستې د ۷ کیلو مغز له ۶ زرو افغانیو نه تر ۸ زرو افغانیو پورې پېري. د دوی په خبره، کورنۍ پېسته نسبت ایرانۍ هغې ته چې ۷ کیلو یې په ۸ زره او ۵ سوه افغانۍ خرڅېږي او اخیستل کېږي، باکیفیته ده.
د بغلان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولان وايي، چې د دغه ولایت پېسته پاکستان، عربستان، هند او امریکا هېوادونو ته صادرېږي.
بغلان په شمال کې یو له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه دی، چې ۳۸ زره او ۳۰۰ هکتاره ځمکه یې طبیعي ځنګلونه لري او له همدې جملې یې ۲۰ زره هکتاره ځمکه د پېستې ځنګلونو نیولې ده.
د مرکزي بغلان، نهرین، تاله وبرفک، دهنې غوري، پلخمري، دوشي او برکه د بغلان ولایت هغه ولسوالۍ دي، چې د پېستې ډېر ځنګلونه لري او له همدې امله د بغلان ولایت د پېستې حاصلات په نړیوال مارکېټ کې د همدوی د حاصلاتو په مرسته شهرت لري.





