
د حکومت اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د دوی له کره څېړنو وروسته دا جوته شوې، چې باید نړېواله ټولنه له افغان حکومت سره د بشري مرستو په برخه کې ۳۹۳ میلیونه ډالره مرسته وکړي.
په همدې موخه نن کابل کې " د افغانستان له پاره د ۲۰۱۶ بشري غبرګون د پلان پيژند ګلوي" ترنامه لاندې غونډې ته عبدالله عبدالله وویل، چې په ۲۰۱۶زیږدیز کال کې ۳ نیم میلیونه اړمن وګړي بشري مرستوته اړتیا لري.

اجرایه رېیس وویل، د دوی څیړنې ښيي چې په ۲۰۱۶ م ز کال کې ۳،۳ میلیون اړمن وګړي ۵۳ میلیونه ډالره د بیړنۍ سرپناه جوړولو، ۱۱۰ میلیونه ډالره کرنې او غذايي خوندیتوب ته اړتیا لري.
نوموړی زیاتوي، چې ۳۹،۶ میلیونه ډالره روغتیا ۲۰،۵ میلیون ډالره د څښاک اوبو او دغه راز ۳۶،۸ میلیونه ډالره نورو سکټورونو کې اړتیا شته.
عبدالله زیاته کړه، چې تېر کال نړیوالې ټولنې افغان حکومت سره ۴۲۴ میلیونو ډالرو بشري مرستې څخه یوازې ۷۰ سلنه ( ۴۱۷ میلیونه ډالره) ترلاسه شوې، چې دا مرستې یې زلزله، سیلاب ځپلو، راستنیدونکو کډوالو او نورو اړمنو کورنیو ته رسولې دي.
په همدې اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو تنظیم کوونکي "مارک باوډن" جوړې شوې غونډې ته وویل، چې ۳۰۰ زره کسان د وچکالۍ، طبیعي پيښو او یاهم د جګړې له امله په کور دننه بې ځایه شوې دي.

باوډن زیاتوي، چې په افغانستان کې یو میلیون ماشومان غذايي خوندیتوب نه لري چې په دې ډله کې یوازې ۴۰ سلنو سره به یې مرستې کیږي.
جوړې شوې غونډې ته د مرسته کوونکو هېوادونو په استازیتوب کابل کې د جرمني سفیر "مارکوز پور ټزل" وویل، جرمني چمتو دی چې د افغانستان پرمختګ او اړمنو کسانو ته بشري مرستې ورسوي.
مارکوز ټزل زیاتوي، چې د جرمني په ۲۰۱۵ م ز کال کې د میلیونونو جګړه او طبیعي پيښو ځپلو سره ۱۷ میلیونه ډالره مرستې کړې دي.
افغانستان ۱/۳ نفوس طبیعي پيښو اغېزمن کړي دي.
بل پلو د افغاني بشري ټولنې په استازولی د افغانستان د کلیو د بیا رغونې د ادارې مرستیال امان الله جواد وویل، چې بشري مرستې دې د سیمه اییزو ادارو له لوري و لګول شي، ځکه پر وینا یې سیمه ییز چارواکي ټولو ستونزو په اړه ښه مالومات لري.
د چارواکو پروینا، افغانستان د نړۍ له هغو پنځو هېوادونو په ډله کې راځي، چې وګړي یې په طبیعي پيښو کې زیانمن شوي دي.





