
څو ورځې مخکې د نورستان په واما ولسوالۍ کې پولیسو یو هلک او جلۍ له کوره د تېښتې په تور ونیول؛ خو د هلک او ښځې د کورنیو غړو د ولسوالۍ دروازې ماتې کړې او دغه دوه کسان يي د خلکو د سترګو پر وړاندې ووژل.
د دغې پېښې په تړاو نن ورځ په کابل کې ځینې مدنې فعالان او د وژل شوي ځوان خپلوانو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې وویل، چې د دې پېښې عاملین باید ژر تر ژره وپېژندل شي او ورته سزا ورکړل شي.
د وژل شوي ځوان کورنۍ غړې ملالې غونډې ته وویل، چې د دوی د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې والي او سیمه ییز چارواکي هم لاس لري.
ملالې وویل، د پولیسو او قانون په مخکې د هلک او جلۍ صحرايي محاکمه کول د غندنې وړ دي او باید دغه پېښه جدي وپلټل شي.
په ورته وخت کې مدني فعالانو هم د حکومتي چارواکو پر وړاندې په علني توګه د وژنو په اړه اندېښنې څرګندنې کړې.
مدني فعال عطاالله حیران په خپلو خبرو کې وویل، په دغه پېښه کې د پولیسو او نورو مسوولینو له خوا غفلت شوی دی. دوی له حکومته غواړي، چې د والي په شمول ښکېل چارواکي او خلک په دې اړه د محاکمې میز ته راکش کړي.
خو د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سلام وطندار سره په اړیکه کې دغه تورونه په کلکه ردوي او وايي، چې دا پېښه د ولسوالۍ چارواکو او پولیسیو د غفلت له امله رامنځته شوې نه د والي او امنیه قوماندان له امله.
والي وايي، چې د پېښې په اړه یې یو پلاوی ولسوالۍ ته لېږلی و، چې د پلاوي موندنې ښيي، له قضیې سره مسلکي چلند نه دی شوی.
دا داسې مهال دی چې مخکې تردې ځايي اوسېدونکو د وسله والو طالبانو له خوا د صحرايي محکمو په اړه اندېښنې ښودلې خو اوس د دولتي چارواکو پر وړاندې هم ورته شان پېښې رامنځته کېږي. وکتل شي د دغې پېښې په اړه مرکزي حکومت څه پرېکړه کوي.





