د لوګر ولایت د ښاروالۍ چارواکي وايي، د دغه ولایت ځېنې دولتي ادارې د ښاروالۍ د خدماتو پیسې نه پرې کوي او اوسمهال دغه ادارې د ۱۰۵ میلیونه افغانیو پوروړې شوې دي.
د لوګر ځای ناستي ښاروال انجینیر منیر احمد یوسفزي سلام وطندار ته وویل، چې په پوروړو ادارو کې د لوګر د ولایت مقام، امنیې قوماندانۍ، پوهنۍ، کرنۍ، روغتیا، ټولګټو، او د کلیو او بیاروغونې ریاستونه شامل دي، چې له تېرو ۲ کالونو راهيسې پرې پورونه جمعه شوي دي.
یوسفزی وایي، څو څو ځلې یې د ولایت په اداري غونډو کې د دغو پورونو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې، خو تراوسه پورې هیڅ یوې ادارې هم خپل پور نه دی پرې کړی.
د لوګر ښاروال زیاته کړه، چې که چیرې د لوګر دولتي او ملکي ادارې د ښاروالۍ د خدماتو لګښتونه ورنکړي، دوی نشي کولې ښاریانو ته د پام وړخدمتونه وړاندې کړي.
بل لورته د لوګر د والي ویاند سلیم صالح هم سلام وطندار ته ومنله چې، د ولایت مقام په ګډون ډېرې دولتي ادارې د ښاروالۍ د خدماتو او برېښنا پوروړې دي.
صالح زیاته کړه، په دې اړه د لوګر والي یو ګډ کمېسیون ګومارلی او تراوسه یې له دولتي او شخصي ادارو څخه د ښارولۍ ۱۹ میلیونه افغانیو پورونه راټول کړي دي او ډېر ژر به د ښاروالۍ پاتې پوروړي په نښه او پورونه، به ترې واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د لوګر ولایت پل علم ښار خصوصي شرکتونو او هټیوالو هم د پنځو کالونو مالیه دولت ته نه ده ورکړې او د ولسمشر په امر دا مهال له سوداګرو او هټيوالو څخه د دولت مالیې راټولولو چارې پیل شوي دي.