له څه شي ډارېدم؟ ښايي له ټولنې

فرشته: زه هغه جلۍ یم چې د رنګارنګو او عجیب‌و‌غریبو سنتونو په لمن کې راستره شوې یم. څومره مې چې په یاد دي، په وجود دننه د ټولې سرغړونې سره ـ سره یوازېنۍ چاره چې د نورو له سلامشورې پرته کولی شم، د جامو اغوستو څرنګوالي ټاکنه ده. له بده‌مرغه دا واک مې هم ځېنې وختونه د وطنوالو د مداخلو او کیسو له امله مختل کېږي.

په دې ټولنه او د دومره راچاپېره سنتونو په منځ کې، غوښتل مې د خپلې وسې سنت او دود ماتونه وکړم.له خپلې کورنۍ سره مې جنجال وکړ تر هغو کوم هلک چې خوښ مې و کوژدنه مې ورسره وشوه. زموږ په اند کوژدنه مو عادي او رسمي وه، خو په ګاونډ او مالت کې خلکو موږ دواړو ته د یوې ګوژدې شوې جوړې په سترګه نه کتل؛ ځکه چې تراوسه مو خپلو او خپلوانو ته د کوژدې ډوډۍ ورکړې نه‌وه.

تل مې هڅه کوله د ژوند ملګری مې وګورم او ورسره ووسم. زه یې په شرعي توګه مېرمنه وم، زما په نظر د واده مراسمو جوړول او زیات لګښت راته هېڅ لازم نه‌ښکارېدل. پتېیلې مې وه خپله کورنۍ راضي کړم او د واده په ورځ مې یوازې یوه وړوکی پروګرام جوړ شي؛ ترڅو مېړه مې د واده د لګښتونو له کبله زیانمن او پوروړی نه‌شي.

زموږ کورنۍ هم پوهېدلې چې زه او مېړه مې سره وینو او ځېنې وخت یوځای وو. خو دا چاره هغه مهال ستونزمنه شوه چې زه اومیندواره شوم. په موجودو شرایطو او سنتي ټولنه کې له واده مخکې د کوژدې پرمهال اومینداره کېدل د ویدې بلا په څېر ده چې که هر وخت راپاڅي او ودې خوري. په دې وخت کې هېڅ داسې کوم څوک نه و، چې ما ورسره د خپل زړه کیسې کړې وی. وېرې اجازه نه راکوله چې دا موضوع له کورنۍ سره شریکه کړم. یوازېنۍ کس چې له پیله تر پایه راسره و او هېڅکله یې یوازې پرې نښودم؛ د ژوند ملګری مېړه مې و.

مخکې له دې چې کوژده مې وشي، د «وږمې» په نوم افغانی فلم مو لیدلی و. وږمه یوه معصومه جلۍ وه او پر یو عیاش هلک میینیږي. هغه هلک د معصومې له مینې په ناوړې استفادې له هغې سره اړیکه نیسي کله چې وږمه اومیندواره کېږي یوازې یې پرېږدي او ترې تښتي. وږمه د ځان وژنې ناکامه هڅه کوي. ما به هم ځېنې وختونه له ځانه سره فکر کولو که د وږمې په څېر یوازې پاتې شوم؛ څه پېښه به راباندې وشي.

بلاخره مخکې له دې چې زموږ کورنۍ له دې موضوع خبرې شي له مېړه سره یوځای مې یوه قابله پيداکړه او ورغلو او ماشوم مې لېرې کړ.

له دې پېښې څوکاله تېریږي خو اوس افسوس کوم او له خپله ځانه سره وایم ای کاش چې خپل ماشوم مې ساتلی وی. له څه شي ډارېدم؟ ښايي له ټولنې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام