غني او عبدالله د سولې مرکچي پلاوي له رییس او غړیو سره لیدلي

ولسمشر او د ملي مصالحې شورا رییس له طالبانو سره د دولت د سولې مرکچي پلاوي له رییس او غړیو سره لیدلي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ولسمشر محمداشرف غني او عبدالله عبدالله د سولې له مرکچي پلاوي سره دوحې ته د هغوی له تګ مخکې لیدلي دي.

ولسمشر په دې غونډه کې د دولت د سولې مرکچي پلاوی یوه ملي ډله یاده کړه او په وینا یې، د دولت او خلکو بشپړ ملاتړ له ځانه سره لري.

ولسمشر غني ویلي، دولت د سولې په برخه کې هغه ټولې ژمنې چې نړیوالې ټولنې یې تمه لرله، عملي کړې دي. نوموړي د طالب بندیانو خوشې کول د سولې پروسې لپاره د دولت د ژمنتیا «روښانه ثبوت» یاد کړی دی.

د ملي مصالحې شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي چې دولت سولې ته خپل رښتینی هوډ ښودلی دی. نوموړي زیاته کړې، افغانستان سولې ته ژمن دی او طالبان هم باید خپله ژمنتیا وښيي.

د سولې مرکچي پلاوي مشر محمدمعصوم ستانکزي هم ویلي چې د دغه یوموټي ټیم هڅه به تلپاتې سولې ته رسېدل وي.

د ولسمشرۍ ماڼې د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې د دولت د سولې مرکچي پلاوی په راتلونکې یوه ورځ کې د بین‌الافغاني خبرواترو لپاره قطر ته ولاړ شي.

تر دې مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې دولت به ډېر ژر د طالب بندیانو خوشې کولو پروسه بشپړه او ورسره هم‌مهاله به بین‌الافغاني خبرې اترې پیل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام