غزني کې موټربم برید ۶ افغان سرتېري وژلي او ۲۴ یې ټپیان کړي

د افغان دولت له لوري د اوربند اعلانولو په لومړۍ ورځ طالبانو له چاودېدونکیو توکيو ډک هاموي ټانګ ته د غزني د مقر ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ مخې ته چاودنه ورکړه او وروسته یې نښته پیل کړه.

د غزني امنیتي چارواکي تاییدوي چې دغه برید کې ۶ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي چې ولسوال او د امنیت مدیر هم په‌کې شامل دي.

د مقر ولسوالۍ قومي مشر او د ولایتي شورا پخوانی غړی عبدالولي خان‌زاده وايي، طالبانو له زابل، هلمند او پکتیکا ولایتونو او ولسوالیو طالب جنګیالي راغونډ کړي او له تېرو درېیوو ورځو راهیسې د مقر ولسوالۍ په امنیتي پوستو پرلپسې بریدونه کړي‌دي.

د غزني ولایتي شورا استازی حسنرضاء یوسفي د طالبانو اوربند هسې د افغانانو تېراېستل بولي او وايي، غزني په ترینګلي وضعیت کې دي او جګړه ناور، مالستان او جاغوري ولسوالیو ته هم غځېدونکې ده.

هاخوا د غزني امنیې قومندانۍ امنیت امر رمضان علي محسیني وايي، اوس وخت کې وضعیت د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی او طالبان هم شا تګ ته اړ شوي‌دي.

طالبانو تېره ورځ هم د غزني ښار په شاوخوا پوستو او ۶ ولسوالیو پراخ بریدونه کړي چې د امنیتي چارواکیو په وینا، د ټولو بریدونو مخه یې نیولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام