د غور په دولینه او شهرک ولسوالیو کې د طالبانو په لاس د څوو سیمو له نیول کېدلو وروسته دې ډلې او خپلسرو وسلهوالو د غور د جام تاریخي څلي شاوخوا کیندنې پیل کړېدي.
د غور ولایتي شورا غړي محمد مهدوي د جام تاریخي څلي د طالبانو کنټرول په اړه د اندېښنې ترڅنګ خبرداری ورکوي، که حکومت د طالبانو او خپلسرو وسلهوالو مخه ونه نیسي؛ د غور جام تاریخي څلی به لهمنځه لاړ شي.
د ښاغلي مهدوي په وینا، دوی د غور ولایت فرهنګي او لرغونو اثارو ساتنې او خوندیتوب په اړه په ځانګړې توګه د جام تاریخي څلي ساتنې په تړاو له حکومته د ډېر پام غوښتنه کوي.
د غور اطلاعاتو او فرهنګ رییس فخرالدین اریاپور د جام تاریخي څلي شاوخوا کیندنه ردوي او وايي چې په جام سیمه کې د طالبانو پراخ حضور د اندېښنې وړ دی.
د ښاغلي اریاپور په خبره، پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو تېرې شپې برید په پایله کې د جام تاریخي څلي اور اخېستی او په ځېنو برخو يې هم د سپکو وسلو مرمۍ لګېدلي دي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي چې تر اوسه دوی ته د جام تاریخي څلي شاوخوا د کیندنې په اړه راپور نهدی ورکړل شوی.
دی د امنیتي تهدیداتو په تړاو خبر ورکول تاییدوي او وايي چې دوه ـ درې ورځې مخکې د طالبانو د بریدونو خبرداری ورکړل شویو.
د غور ځايي مسوولان وايي چې د ناامنۍ ترڅنګ په یوې درې کې د جام تاریخي څلي موقعیت او موسمي سېلابونه هم د دې فرهنګي میراث لهپاره ستر ګواښ دی.
د غور د مسوولو چارواکیو په وینا، د دې څلي د خوندیتوب لهپاره جوړ شوي استنادي دېوالونه لهمنځه تللي او ټاکل شوې یونیسکو د جام تاریخي څلی بیاورغوي.
د غور جام څلی د نړۍ تر ټولو پخوانۍ له خښتو جوړ شوی څلی دی چې ۱۲م میلادي قرن پورې اړه لري او د غوریانو امپراتورۍ پرمهال ۶۵ متره لوړ جوړ شوی چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د یونیسکو فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت شو.